کابل (پژواک، ۶ تله ۹۹): د علي پور وسله والو د ميدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې پر پولیسو برید کړی، څلور پولیس يې ټپيان کړي، دوه يې برمته کړي، یو رينجر موټر او د يادو پوليسو وسلې يې له ځانه سره وړي دي.
دغه څرګندونې د ميدان وردګو د والي وياند مُحب الله شريفزي پژواک خبري اژانس ته وکړې.
هغه وویل چې د علي پور نامسوولو وسله والو تېر ماښام ناوخته د میدان وردګو د بهسودو د دویمې حصې ولسوالۍ کې پر هغو ملي پولیسو برید کړی چې د ګردن دېوال- چغچران سړک جوړونې د یوې پروژې د امنیت لپاره ګومارل شوي وو.
شاوخوا درې اوونۍ مخکې هم د علي پور وسله والو په یاده ولسوالۍ کې پر دوو امنیتي پوستو بریدونه کړي وو.
هغه مهال شریفزي ویلي وو چې د عليپور وسله والو په دغه برید کې دوه پولیس ټپیان کړي او د پولیسو یو هاموې ټانګ او یو شمېر وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.
عبدالغني عليپور چې د نامسوولو وسله والو په درلودو، په لارو کې د باج اخیستو او خلکو پر ځورونه تورن دی، د ۱۳۹۷ کال د لېندۍ په څلورمه امنیتي ځواکونو کابل کې ونیو، خو دوه ورځې وروسته ځینو کسانو د نوموړي په ملاتړ له تاوتریخوالي ډک لاریونونه وکړل چې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو لاریونونو په ترڅ کې په کابل ښار کې ۴۸ پولیس ټپیان او د ملي اردو د جلب او جذب د درېیو مرکزونو په ګډون ۹ امنیتي پوستې تخریب او وسوځول شوې.
وروسته علي پور د لېندۍ په پنځمه د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په ضمانت خوشی شو او ژمنه یې وکړه چې login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن