ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي شورا د امنیتي چارو د رییس وراره د حکومتي ځواکونو په عمیاتو کې وژل شوی

د ملي شورا د امنیتي چارو د رییس وراره د حکومتي ځواکونو په عمیاتو کې وژل شوی

author avatar
27 Sep 2020 - 18:32
د ملي شورا د امنیتي چارو د رییس وراره د حکومتي ځواکونو په عمیاتو کې وژل شوی
author avatar
27 Sep 2020 - 18:32

 کابل (پژوک، ۶ تله ۹۹): د مشرانو جرګې رییس وایي چې تېره شپه د کابل ښار په مرنجان غونډۍ ساحه کې د امیني ځواکونو د عملیاتو په لړ کې، د ملي شورا د امنیتي چارو د رییس شفیق فضلي وراره وژل شوی دی.

 فضل هادي مسلمیار د جرګې په نننۍ ناسته کې د دغه مطلب له څرګندولو سربېره وویل چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې امنیتي ځواکونو غوښتل د شفیق فضلي د وراره کور تلاشي کړي.

مسلمیار په دې اړه نور جزيیات ورنه کړل خو ويې ویل چې دغه قضیه څاري.

 همدارنګه، نوید سلطاني په ټولنیزه شبکه واټس اپ کې لیکلي دي چې تېره شپه د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند د نادرخان غونډۍ (مرنجان غونډۍ) کې د احمدشاه خادم یار په نوم یو کس په خپل کور کې د صفر یو قطعې ځواکونو له خوا وژل شوی دی.

هغه په ​​دې اړه چې خادم یار د شفیق فضلي وراره دی او که نه، څه نه دي لیکلي او زیاته کړې یې ده چې د صفر یو په نوم د قطعې کسان چې ګواکي د احمد شاه خادم یار کور تلاشي کوي په زور کور ته د ننه کېږي.

سرچینه د خادم یار د کورنۍ د یوه غړي په وینا لیکي: «موږ چیغې وکړې چې غله دي، کله چې خادم یار د خپلې کورنۍ د غړو چیغې اوري، له خوبه راپاڅیږي او له خپلې وسلې سره د کور خواته راځي چې په مستقیم ډول پرې ډزې کېږي او په شهادت رسول کېږي او هغوی بېرته کور پرېږدي.»

د هغه په ​​وینا، قوماندان احمدشاه خادم یار چې د کابل په هوایی ډګر کې يې دندې ترسره کوله، د روسیې له اکاډمۍ څخه یې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.