ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا اوسيدونکي: د بندو او نيمګړو پروژو چارې دې ژر پيل شي

د پکتيا اوسيدونکي: د بندو او نيمګړو پروژو چارې دې ژر پيل شي

author avatar
27 Sep 2020 - 20:42
د پکتيا اوسيدونکي: د بندو او نيمګړو پروژو چارې دې ژر پيل شي
author avatar
27 Sep 2020 - 20:42

 

ګردېز (پژواک، ۶ تله ۹۹): د پکتيا اوسيدونکي نيوکه کوي چې د ډېر وخت په تېرېدو د ولسمشرغني او ځینو نورو لوړ پوړو چارواکو لخوا د ځينو ژمنه شويو پروژو چارې تر اوسه نه دي پيل شوې او يا نيمګړې پاتې دي.

دوی د تلې په ۶مه، په یوه خبري غونډې پر مهال ژر تر ژره د دې پروژو د چارو د پيل غوښتنه وکړه او ويې ويل که دې برخه کې جدي اقدام ونه شي، لاريونونه او نور مدني اعتراضونه به پيل کړي.

د پکتيا د قومونو يووالي ټولنيزې شورا مرستيال محمدعلي جان محمدي وویل، چې د ژمنو سربېره ګردېز ښار تر دمه هېڅ ماسټر پلان نلري، چې په خبره يې د خواشيني او شرم خبره ده.

محمدي وويل:((د ګردېز ښار لپاره د سردارمحمد داود خان د وخت ماسټر پلان تطبيق شوی، نور څوک کار نه شي کولی، وايي له کومې مخې کار وکړو؟ ګردېز تر اوسه جامع ښاري پلان نه لري؛ همدارنګه په ښار کې ځينو کسانو د دوه سړکونو تېرېدو مخه نيولې، غوښتنه مو دا ده چې جدي توجه ورته وشي.))

مدني فعال جمعه ګل افغان نيوکه وکړه چې ولسمشر غني پکتيا ته د سفر پر مهال د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې د ۳۰۰ بستريز روغتون جوړېدو ژمنه کړې وه، خو د شاوخوا دوه نيم کلونو په تېرېدو تر اوسه په دې اړه هېڅ عملي ګام نه دی اخيستل شوی.

افغان وايي:((لکه څنګه چې د ولسمشر د ژمنې سربېره ۳۰۰ بستريز روغتون ورک دی، همدارنګه د کليو پرمختيا وزارت په چوکاټ کې د اقرا برنامې لخوا ۱۰۳ مکتبونو ته د ودانيو جوړولو د چارو درک هم نشته، په داسې حال کې چې وزيران راغلل او دا برنامه يې ګردېز کې افتتاح کړه.))

د منګلو يووالي ټولنيزې شورا مشر فيصل منګل د ګردېز لرغوني بالاحصار ناوړه حالت په اړه سخته اندېښنه وښوده او ويې ويل چې د دې بالاحصار سروې شوې، خو د شاوخوا پنځه مياشتو په تېرېدو يې د بيارغونې چارې نه دي پيل شوې.

منګل زياته کړه:((ګردېز بالاحصار په ډېر ناوړه حالت کې دی او سختې توجه ته اړتيا لري؛ همدارنګه زموږ غوښتنه دا ده چې په ملي پارک د ځاځي اريوب نومولو ژمنه دې جدي تعقيب شي.))

د لويې پکتيا فرهنګي ټولنې مشر او د خبري غونډې تنظيموونکی سيدجمال الدين اصف خېل په دې ولايت کې د کرنې په برخه کې د ګڼو سړخونو او مچلغو کرنيز بند د چارو د خراب کيفيت په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل چې د شاوخوا پنځه مياشتو په تېرېدو په احمدابا ولسوالي کې د کمپلکس سړخونې چارې ندي پيل شوې.

اصف خېل وایي، چې د دې سربېره د ولسمشر د ژمنو له ډلې د ګردېز ښار پنځه امنيتي حوزو ته ودانۍ نه دي جوړې شوې، په ګردېز کې د ورزشکارانو لپاره د جوړېدونکي جمنازيم چارې په ټپه ولاړې دي او د ښځو لپاره د سوداګريز او اقتصادي مارکېټ د جوړېدو هېڅ کار نه دی شوی.

نوموړي زياته کړه:((د ګردېز ــ روحاني بابا، څمکني ــ جانيخېل، احمدخېل ــ ځاځي اريوب، احمدابا ولسوالي ــ مچغلو، سيدکرم ــ لجه منګل سړکونو جوړېدو او د ګردېز ــ ډنډپټان ټرانزيټي سړک ترميم هېڅ کار نه دی شوی. همدارنګه ولسمشر ژمنه کړې چې پکتيا به په اقتصادي زون بدلوي او د دې مهمې او لويې چارې لپاره به ځينې پروژې پلې کړي، خو له بده مرغه تر اوسه هېڅ هم نشته.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.