ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني له دوحې څخه راستنو شویو خبریالانو سره وکتل

ولسمشر غني له دوحې څخه راستنو شویو خبریالانو سره وکتل

author avatar
27 Sep 2020 - 17:54
ولسمشر غني له دوحې څخه راستنو شویو خبریالانو سره وکتل
author avatar
27 Sep 2020 - 17:54

کابل (پژواک، ٦تله ٩٩): ولسمشر غني وايي، سره له دې چې د سولې لاره سخته ده، مګر د سولې کړکۍ باید په دروازه، واټ او دهلېز بدله کړو، په نیمه لاره کې منتظر نه شو پاتې کېدای او نه هم سوله چې زموږ د ولس اساسي غوښتنه ده هېرولی شو.

ولسمشر غني دغه څرګندونې نن غرمه په قطر کې د افغانستان دولت او طالبانو ډلې د مخامخ مذاکراتو بهیر د خبري پوښښ لپاره دوحې ته له تللیو خبریالانو سره په ارګ کې وکړې.

 د ارګ د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په پیل کې د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې رئیس او د جمهوررئیس ستر سلاکار وحید عمر یادو خبریالانو ته د ښه راغلاست پرمهال د دوی د تجرو، د اطلاعاتو په برخه کې د هلو ځلو او رسنیزو فعالیتونو په اړه جمهوررئیس ته لنډ معلومات ورکړل.

ورپسې له دوحې څخه راستنو شویو خبریالانو د خپل سفر، د افغانستان دولت د پلاوي ترڅنګ له طالبانو سره د لیدنو، مرکو او خبرو په اړه خپل معلومات، مشاهدې، تجربې او خاطرې له جمهوررئیس غني سره شریکې کړې .

جمهوررئیس غني له دوحې څخه راستنو شویو خبریالانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل: "موږ د مخامخ مذاکراتو د پیلولو لپاره په دې برخه کې شته خنډونه د افغانانو په جمعي عقل لرې کړل ."

جمهوررئیس د رسنیو او خبریالانو رول ته په اشارې وویل، د راتلونکي په اړه د اساسي بحث ترڅنګ باید د ملت پوښتنو ته ځواب وویل شي، ځکه زموږ پرانیستې ټولنه په ازادۍ تصمیم نیسي او دلته یوه ملي اراده موجوده ده .

د هېواد جمهوررئیس په ټینګار سره وویل:(( هېڅ قوت د نظام ماهیت او د اساسي قانون لومړی او دویم څپرکی نه شي بدلولی او د جمهوریت غېږ ډېره پراخه ده. ))

هغه زیاته کړه، د ټکر مخنیوی هم زموږ موخه ده او هم یې ظرفیت لرو .

جمهوررئیس وویل، کرونا وبا د نړۍ او سیمې ټولې کمزورۍ څرګندې کړې او له لومړۍ څپې څخه په اسانۍ ووتلو، مګر اقليمي بدلونونه او د تروریزم پنځمه څپه لا هم هغه خطرونه دي چې د ډېرو نورو هېوادونو په څېر موږ ګواښي او د مدیریت لپاره یې باید په ګډه اساسي اقدامات وشي .

محمداشرف غني وویل، طالبان باید په دې پوه شي چې له کوم خاص ګروپ نه، بلکې ټولنې سره یې سروکار دی او نړۍ دې هم دا درک کړي، هغه خطر چې دوی یې افغانستان ته راوړل، لا هم نه دی دفع شوی.

جمهوررئیس وویل، په داخل کې رغنده ملي بحث ته اړتیا لرو او همدارنګه باید د ښځو او ځوانانو رسا غږ هم واورېدل شي. ټولنه ثبات، فکري او اخلاقي حدودو ته اړتیا لري او پرخپلو اصولو باید نتیجې ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه، پر بشري ځواک او د بیان په ازادۍ باید لا ډېره پانګونه وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.