کابل (بژواک، ۶ تله ۹۹): د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې په هدفي عملیاتو کې یې په ننګرهار ولایت کې د داعش له خوا د تنظیم شوي برید مخه نیولې ده.
د دغه ریاست په خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ته رسېدلې، راغلي چې نبي الله د ستانه زوى د دې ډلې د شپږو همکارانو سره یو ځای د ننګرهار ولایت د ملي دفاع ، قومي مشرانو او مخورو شخصیتونو په ګډه ناسته کې د ځانمرګي برید ترسره کولو هوډ درلود.
سرچینې زیاته کړې چې دغه پلان د ملي امنیت د عمومي ریاست د ځانګړو ځواکونو په هڅو شنډ شوی دی.
د خبرپاڼې په وینا، په دغو عملیاتو کې محمد رحیم چې په قاري قاسم مشهوردی او د ننګرها ولایت په کچه د داعش له خوا د چاودنو مسوول دی؛ هم نیول شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت د عمومي ریاست د ځانګړو ځواکونو له خوا د عملیاتو پرمهال د ځانمرګو واسکټونه، زیاته اندازه چاودېدونکي توکي، سپکې او درنې وسلې او توغندي هم نیول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن