ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپیسا کې پر دوو نجونو د جنسي تېري په تور اووه کسان نیول شوي

کاپیسا کې پر دوو نجونو د جنسي تېري په تور اووه کسان نیول شوي

author avatar
27 Sep 2020 - 16:41
کاپیسا کې پر دوو نجونو د جنسي تېري په تور اووه کسان نیول شوي
author avatar
27 Sep 2020 - 16:41

 محمودراقي (پژواک، ۶ تله ۹۹): په کاپیسا کې چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو له ۱۲ هغو کسانو چې په دغه ولایت کې پر دوو نجونو د جنسي تېري تور ورباندې لګېدلی، اووه هغه یې نیولي دي.

 د کاپیسا د ښځو چارو رییسې شکېبا سیفي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوه نجونې له درېیو نارينه وو سره کاپیسا ته راغلې وې، (د جمعې په ماښام، د تلې ۴ مه) هغه موټر چې دوی په کې سپاره وو د کاپیسا د کوهستان ولسوالۍ د دویمې حصې په جمال اغه ساحه کې يې تخنیکي ستونزه پیدا کړې وه او د کاپیسا د خلکو د استازې خدیجې الهام ساتونکو دوه یادې نجونې په دې پلمه چې شپه ده او باید هغوی ته د شپې ځای برابر کړي، د مېرمن خدیجې الهام اړوند یوه کورته انتقال کړې وې.

هغه وایي چې د یادو درېیو کسانو د برخلیک په اړه معلومات نه لري، خو دغه دوه ځوانې نجونې هغه مهال چې کور ته دننه کېږي، نو د ۱۱ وسله والو کسانو او د مېرمن الهام د ساتونکو له خوا په بې رحمۍ پرې جنسي تېری کېږي.

د کاپیسا د ښځو چارو رییسه د یادو دوو نجونو په اړه زیاتوي: «دومره پوهېږم چې مسلکي وې، له کابله راغلې وې، په قصدي ډول نه وې وړل شوې، د قضیې د څارنې په موخه په قوماندانۍ کې یم.»

د سیفي په وینا، له تجاوز کوونکو څلور هغه یې تښتېدلي او نور د کاپیسا د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د کاپیسا ولایت یوې باوري امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم يې واخيستل شي، هم دغه پېښه تاییدوي او  وایي چې د ولسي جرګې د یوې غړې اړوند یو شمېر وسله والو د دغه ولایت د کوهستان ولسوالۍ په دويمه حصه کې پر دوو ځوانو نجونو په ډلییز ډول جنسي تېری کړی دی.

هغه زیاته کړه چې دغه دوه نجونې له یوه ماشوم او درېیو تنکيو ځوانانو سره د تفرېح ​​لپاره له کابله کاپیسا ته تللې وې، خو له هغې خوا د بېرته راتګ پر مهال یې موټر خرابیږي او د خدیجې الهام خلیلي اړوند د دوو ټوپکوالو له خوا د ټوپک په زور د کوهستان ولسوالۍ دویمې حصې ته وړل شوې وې.

هغه وایي: «درې هلکان چې له دوو مېرمنو سره وو، هغوی هم بې لارې وو له ځان سره یې بېولې وې، خو هغوی ته زیان نه دی اوښتی معلومه نه ده.»

هغه هم وویل چې د دغې پېښې په اړه پولیسو اووه کسان نیولي دي.

د دغې سرچینې په خبره، د یاد جنسي تېري د نورو عاملانو د نیولو په موخه د پولیسو د هڅو په لړ کې د دغې پېښې یو تورن کس ټپي شوی هم دی.  

 پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې په راپور کې د خديجې الهام نظر هم له ځان سره ولري، خو د پژواک ټيلېفوني اړيکې یې ځواب نه کړې او د واټس اپ له لارې هغې ته د دغې ادارې له خوا استول شوي پیغامونه یې هم ځواب نه کړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.