ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​عمران خان له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په بېړه له ايستلو سره مخالفت وښود

​عمران خان له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په بېړه له ايستلو سره مخالفت وښود

author avatar
27 Sep 2020 - 14:31
​عمران خان له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په بېړه له ايستلو سره مخالفت وښود
author avatar
27 Sep 2020 - 14:31

کابل (پژواک، ٦ تله ٩٩): د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي چې په افغانستان کې د سولې راتګ ممکن دی، خو له دغه هېواده په بېړه د بهرنيو ځواکونو ايستل به غير عاقلانه کار وي.

عمران خان دغه څرګندونې په هغې ليکنه کې کړې چې د امريکا په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې خپره شوې ده.

هغه زياته کړې چې  په افغانستان کې د سولې لپاره يوه هيله مندي پيدا شوې ده، که چېرې په دوحه کې بين الافغاني مذاکرات بريالي شول، نو په دغه هېواد کې به اوږده جګړه پاى ته ورسېږي.

د پاکستان لومړي وزير ويلي: ((افغانستان او پاکستان د جغرافيې، کلتور او خپلوۍ اړيکې لري، له افغان جګړې مو دا درس اخيستى، څو پورې چې په افغانستان کې سوله نه وي، په پاکستان کې هم حقيقي ثبات نه شي راتللى.))

عمران خان زياته کړې، د افغانستان شخړه نظامي حل لاره نه لري، يواځې افغانان کولى شي چې خپلې شخړې په خپله هوارې کړي.

نوموړي ويلي چې بين الافغاني مذاکراتو به ستونزې پيدا کېږي خو افغانان بايد له تحمل او مفاهمت څخه کار واخلي.

د پاکستان لومړي وزير ويلي، له ستونزو سره سره د مذاکراتو پر مېز خبرې اترې له خونړۍ جګړې ډېرې ښې وي.

عمران خان ويلي چې پاکستان به د سولې پروسه کې له افغانانو سره همکاريو ته ادامه ورکوي او له اړوندو خواوو يې غوښتي دي چې تاوتريخوالى بايد کم کړي.

د هغه په وينا، د افغانستان حکومت طالبان  د سياسي حقيقت په توګه تسليم کړى، اوس طالبان هم بايد د افغان حکومت د دغه پرمختګ ستاينه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.