ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​په قطر کې بين الافغاني مذاکرات ولې ټکني او ځنډېدلي دي؟

​په قطر کې بين الافغاني مذاکرات ولې ټکني او ځنډېدلي دي؟

author avatar
27 Sep 2020 - 13:06
​په قطر کې بين الافغاني مذاکرات ولې ټکني او ځنډېدلي دي؟
author avatar
27 Sep 2020 - 13:06

کابل (پژواک، ٦ تله ٩٩): په قطر کې شاوخوا ١٥ ورځې مخکې د طالبانو او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پلاوو ترمنځ د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيستې رسمي غونډه ترسره شوه، خو تر اوسه دواړه لوري پر اجنډا او طرزالعمل کومې موافقې ته نه دي رسېدلي.

په دغو مراسمو کې چې د روان لمريز کال د وږي په ٢٢مه (د سپټمبر ١٢مه) په دوحه کې نیول شوي وو، په کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو، د افغان ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله او ګڼ شمېر نورو نړيوالو چارواکو ګډون او ويناوې وکړې.

له دغو مراسمو دوه ورځې وروسته د دواړو لورو ترمنځ يوه کاري کمېټه جوړه شوه، څو د مخامخ خبرو اترو لپاره پر طرزالعمل او اجنډا باندې موافقه وشي.

خو په تېرو دوو اونيو کې د دواړو لورو ترمنځ پنځه شپږ ناستې شوې دي، خو پر طرزالعمل او اجنډا کومې موافقې ته نه دي رسېدلي.

د افغان دولت د مرکچي پلاوي يوه غړي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته ويلي چې لومړى پر دوو موضوعاتو اختلافات وو چې يوه يې حل شوه.

سرچينې زياته کړه، اختلافات پر دې وو چې طالبانو د تېرو ٢٠ کلونو جګړو ته جهاد وایه، خو دولتي ټېم ورسره دا نه منله، بله موضوع پر حنفي فقهې وه.

د هغه په وينا، طالبان غواړي چې اختلافي موضوعات پر حنفي فقهې هوار شي، خو دولتي پلاوي وايي چې په دې کې به جعفري فقه هم شامله وي.

اوس طالبانو درېيمه اختلافي موضوع هم راپورته کړې ده، په دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی ملا خيرالله خيرخواه وايي چې د بين الافغاني مذاکراتو اساس له امريکا سره د طالبانو تړون دى او د هماغه تړون له مخې به کارونه پر مخ وړي.

خو افغان دولت وايي چې هغه جلا تړون دى، دوى به له طالبانو سره خبرې اترې په نوې بڼه کوي او يو بل تړون ته به سره رسېږي.

ملا خيرخواه په يوه تازه مرکه کې ويلي، که چېرې مقابل لوری دغه اساسي ټکی نه مني چې په دوحه کې روان مذاکرات د طالبانو او امریکا د تړون بر بنسټ‌ کېږي، نو بيا خبرو ته هېڅ‌ اړتيا نشته.

نوموړي دغه راز تور پورې کړى چې د افغان دولت پلاوی قصداً په دې خبرو کې خنډونه رامنځته کوي او غواړي چې دا پروسه وځنډوي.

د دويم اختلافي ټکي په اړه ملا خيرخوا زياته کړې، طالبان غواړي چې که چېرې د مذاکراتو پر مهال کوم اختلاف یا د نظر توپير رامنځته کېږي، نو بايد د حل لپاره يې حنفي مذهب ته رجوع وشي.‌

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.