د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۳۵ پېښې ثبت شوې دي

افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۳۵ پېښې ثبت شوې دي

Sep 27, 2020 - 13:25

کابل (پژواک، ۶ تله ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي، په افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۵ مثبتې پېښـې ثبت شوې، خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې ناروغۍ له امله څوک نه دي مړه شوي.

د عامې روغتيا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ۳۵ پېښې له هغو ۲۶۷ شکمنو پېښو مثبتې ثابتې شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو ازمایل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په تازه ثبت شوو مثبتو پېښو کې ۱۴ په کابل، شپږ په بلخ، پنځه، پنځه په دايکنډي او بدخشان، څلور په کندوز او يوه پېښه په پروان ولايت کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټولیزه توګه په افغانستان کې پر کرونا ویروس د ثبت شوو اخته کسانو شمېر ۳۹۲۲۷ ته رسېدلی او له دې ډلې ۱۴۵۳ مړه شوي او ۳۲۶۴۲ نور روغ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتيا وایي که چېرې هېوادوال د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د دغه وزارت لارښوونې عملي نه کړي، نو امکان شته چې هېواد کې د کرونا ويروس دويم موج رامنځته شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan