ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت په کندهار کې لسګونو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي

حکومت په کندهار کې لسګونو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي

author avatar
27 Sep 2020 - 11:21
حکومت په کندهار کې لسګونو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي
author avatar
27 Sep 2020 - 11:21

کندهار (پژواک، ۶ تله ۹۹): د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې لسګونو سله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه عملیات تېره ورځ د دې ولسوالۍ په مندوزو او کوکه کارېز سیمو کې پیل شوي چې نن هم روان دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د تلې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغو عملیاتو کې تر دې مهاله ۲۸ وسله وال وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

ده زیاته کړه، وسله والو په دغو سیمو کې ډېر شمېر ماینونه هم ځای پر ځای کړي چې د امنیتي ځواکونو له خوا ۵۰ دغه ماینونه کشف او شنډ شوي دي.

دی وايي، عملیات په بریالیتوب روان دي او تر دې مهاله امنیتي ځواکونه کوم زیان نه لري.

د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان چې د دغو عملیاتو د ارزونې لپاره یې میوند ولسوالۍ ته سفر کړی وايي، له هلمند څخه راغلو لسګونو وسله والو پلان جوړ کړی و څو میوند، ژیړۍ او پنجوايي ولسوالۍ سقوط کړي او کندهار ښار ته داخل شي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونو نه یوازې د هغوی دغه پلان شنډ کړ، بلکې هغوی یې د میوند ولسوالۍ له لسو کلیو پر شا کړي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

دی زیاتوي، په دغو عملیاتو کې چې د وسله والو په خلاف په دې ولسوالۍ کې پيل شوي، پولیس، ملي اردو، ځانګړي ځواکونه، ضربتي ځواکونه او د هوايي لوا ځواکونه برخه لري.

بلخوا د کندهار په میانشین ولسوالۍ کې تېره شپه د پولیسو پر اووه او اته نمبرو پوستو طالبانو بریدونه کړي دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، امنیتي ځواکونو د وسله والو برید پر شا تمبولی او په جګړه کې د هغوی ۶ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.

د ده په خبره، امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو تر اوسه د میوند د عملیاتو او د میانشین د برید په اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.