ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک : پاکستان د لشکر اسلام ډلې په مرسته پر ډيورنډ د اغزن تار غځول پيل کړي

خلک : پاکستان د لشکر اسلام ډلې په مرسته پر ډيورنډ د اغزن تار غځول پيل کړي

author avatar
27 Sep 2020 - 15:44
خلک : پاکستان د لشکر اسلام ډلې په مرسته پر ډيورنډ د اغزن تار غځول پيل کړي
author avatar
27 Sep 2020 - 15:44

جلال اپاد (پژواک، ۶ تله ۹۹): د ننګرهار د نازيانو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، پاکستان د دوی په سيمه کې د منګل باغ په مشرۍ د لشکر اسلام وسله والو په همکارۍ له ډيورنډ فرضي کرښې دېخوا را اوښتي او د اغزن تار په غځولو يې پيل کړی دی.

بلخوا په دغې ولسوالۍ کې ځايي پاڅونوال وايي چې که حکومت يې ملاتړ وکړي نو په سيمه کې به لشکر اسلام وسله وال وځپي او د خپلو سيمو په بېرته نيولو به د پاکستان اغزن سيم ورټول کړي.

د ځايي خلکو په وينا، دا دوه مياشتې کېږي چې د لشکر اسلام وسله والې ډلې او ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ په دغې ولسوالۍ کې نښتې روانې دي، خو حکومت يې ملاتړ نه کوي.

خو د ننګرهار ولايتي اداره وايي، په سيمه کې د هر راز خوځښتونو د مخنيوي لپاره د پاڅون کوونکو سربېره سرحدي ځواکونه، سيمه ييزه اردو او نور ځواکونه شته چې ځواب ورکړي.

د نازيانو ولسوالۍ قومي مشر مغل باز پژواک اژانس ته وويل، د منګل باغ په مشرۍ د لشکر اسلام وسله ډله د دوی د سيمې په لوړو څوکو کې مېشت شوې، هره ورځ پر خلکو ډزې کوي او له پاڅونوالو سره په جګړه بوخت دي.

دی زياتوي: ((د منګل باغ په نوم يو سړی چې د پاکستان د باړې دی، داسې ټوپکې ورسره دي چې دوربين لري، موږ چې سر پورته کوو په دې کټوخه (سر) مو وولي، ولايت کې مې هم وويل، امنيت کې مې هم وويل، خو څوک مو غم نه خوري. هره ورځ پنځه شپږ کسان وشتل کېږي، څاروي مو مردارېږي. سر ترې نه شو خوځولی.))

يو بل قومي مشر ملک اقبال وايي، د منګل باغ وسله وال له ولسي پاڅون کوونکو سره په جګړه کې مخکې را روان دي او اغزن تار او پاکستانی پوځ د هغوی شاته له ډيورنډ کرښې دې غاړې را روان دی.

هغه زياته کړه : ((دا داسې معامله راغلې چې دا سړی پاکستانی دی، منګل باغ نومېږي، دا را روان دی او سيمه خاردار ورپسې دی. دا وطن يې همداسې نيولی، اوس دا زموږ ولس پاڅون کړی او لږه مخه يې نيول شوې.))

بل قومي مشر سردار ولي غروال هم پژواک ته وويل، چې لشکر اسلام د پاکستان پوځ په ملاتړ او قومانده باندې جګړه کوي چې دوی يې مخکې او هغوی ورپسې را راوان دي.

هغه زياته کړه، نږدې دوه مياشتې کېږي چې دغلته جګړه روانه ده لسګونه کسان يې مړه او ټپيان کړي، خو حکومت يې تر اوسه هيڅ غم نه دی کړی.

ځايي اوسېدونکو ګواښ وکړ چې که حکومت يې ملاتړ ونه کړي نو دوی به په لاريونونو پيل وکړي او د جلال اباد -تورخم لويه لاره به د ترافيکو پر مخ وتړي.

په نازيانو ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان ملک دهقان هم د دغې خبرې د تاييد تر څنګ وويل، که حکومت يې ملاتړ وکړي نو د لشکر اسلام د وسله والو د ځپلو ترڅنګ به خپلې سیمې بېرته ونيسي او اغزن تار به ورټول کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.