د علي پور وسله والو په میدان وردګو کې یو ځل بیا پر پولیسو برید کړی

کابل (پژواک، ۶ تله ۹۹): د علي پور وسله والو د ميدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې پر پولیسو برید کړی، څلور پولیس يې ټپيان کړي، دوه يې برمته کړي، یو رينجر موټر او د يادو پوليسو وسلې يې له ځانه سره وړي دي.

دغه څرګندونې د ميدان وردګو د والي وياند مُحب الله شريفزي پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وویل چې د علي پور نامسوولو وسله والو تېر ماښام ناوخته د میدان وردګو د بهسودو د دویمې حصې ولسوالۍ کې پر هغو ملي پولیسو برید کړی چې د ګردن دېوال- چغچران سړک جوړونې د یوې پروژې د امنیت لپاره ګومارل شوي وو.

شاوخوا درې اوونۍ مخکې هم د علي پور وسله والو په یاده ولسوالۍ کې پر دوو امنیتي پوستو بریدونه کړي وو.

هغه مهال شریفزي ویلي وو چې د عليپور وسله والو په دغه برید کې دوه پولیس ټپیان کړي او د پولیسو یو هاموې ټانګ او یو شمېر وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.

عبدالغني عليپور چې د نامسوولو وسله والو په درلودو، په لارو کې د باج اخیستو او خلکو پر ځورونه تورن دی، د ۱۳۹۷ کال د لېندۍ په څلورمه امنیتي ځواکونو کابل کې ونیو، خو دوه ورځې وروسته ځینو کسانو د نوموړي په ملاتړ له تاوتریخوالي ډک لاریونونه وکړل چې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو لاریونونو په ترڅ کې په کابل ښار کې ۴۸ پولیس ټپیان او د ملي اردو د جلب او جذب د درېیو مرکزونو په ګډون ۹ امنیتي پوستې تخریب او وسوځول شوې.

وروسته علي پور د لېندۍ په پنځمه د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په ضمانت خوشی شو او ژمنه یې وکړه چې وسلې به یې ثبتوي او دولت ته به یې سپاري، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

نظر ورکړئ