د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​په قطر کې بين الافغاني مذاکرات ولې ټکني او ځنډېدلي دي؟

​په قطر کې بين الافغاني مذاکرات ولې ټکني او ځنډېدلي دي؟

Sep 27, 2020 - 13:06

کابل (پژواک، ٦ تله ٩٩): په قطر کې شاوخوا ١٥ ورځې مخکې د طالبانو او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پلاوو ترمنځ د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيستې رسمي غونډه ترسره شوه، خو تر اوسه دواړه لوري پر اجنډا او طرزالعمل کومې موافقې ته نه دي رسېدلي.

په دغو مراسمو کې چې د روان لمريز کال د وږي په ٢٢مه (د سپټمبر ١٢مه) په دوحه کې نیول شوي وو، په کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو، د افغان ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله او ګڼ شمېر نورو نړيوالو چارواکو ګډون او ويناوې وکړې.

له دغو مراسمو دوه ورځې وروسته د دواړو لورو ترمنځ يوه کاري کمېټه جوړه شوه، څو د مخامخ خبرو اترو لپاره پر طرزالعمل او اجنډا باندې موافقه وشي.

خو په تېرو دوو اونيو کې د دواړو لورو ترمنځ پنځه شپږ ناستې شوې دي، خو پر طرزالعمل او اجنډا کومې موافقې ته نه دي رسېدلي.

د افغان دولت د مرکچي پلاوي يوه غړي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته ويلي چې لومړى پر دوو موضوعاتو اختلافات وو چې يوه يې حل شوه.

سرچينې زياته کړه، اختلافات پر دې وو چې طالبانو د تېرو ٢٠ کلونو جګړو ته جهاد وایه، خو دولتي ټېم ورسره دا نه منله، بله موضوع پر حنفي فقهې وه.

د هغه په وينا، طالبان غواړي چې اختلافي موضوعات پر حنفي فقهې هوار شي، خو دولتي پلاوي وايي چې په دې کې به جعفري فقه هم شامله وي.

اوس طالبانو درېيمه اختلافي موضوع هم راپورته کړې ده، په دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی ملا خيرالله خيرخواه وايي چې د بين الافغاني مذاکراتو اساس له امريکا سره د طالبانو تړون دى او د هماغه تړون له مخې به کارونه پر مخ وړي.

خو افغان دولت وايي چې هغه جلا تړون دى، دوى به له طالبانو سره خبرې اترې په نوې بڼه کوي او يو بل تړون ته به سره رسېږي.

ملا خيرخواه په يوه تازه مرکه کې ويلي، که چېرې مقابل لوری دغه اساسي ټکی نه مني چې په دوحه کې روان مذاکرات د طالبانو او امریکا د تړون بر بنسټ‌ کېږي، نو بيا خبرو ته هېڅ‌ اړتيا نشته.

نوموړي دغه راز تور پورې کړى چې د افغان دولت پلاوی قصداً په دې خبرو کې خنډونه رامنځته کوي او غواړي چې دا پروسه وځنډوي.

د دويم اختلافي ټکي په اړه ملا خيرخوا زياته کړې، طالبان غواړي چې که چېرې د مذاکراتو پر مهال کوم اختلاف یا د نظر توپير رامنځته کېږي، نو بايد د حل لپاره يې حنفي مذهب ته رجوع وشي.‌

خو نوموړی ادعا کوي چې د افغان دولت مرکچي پلاوي شیعه مذهبه غړي غواړي‌ چې په دې برخه کې جعفري فقهې یادونه هم وشي.‌

د طالبانو د مرکچي پلاوي‌ دغه غړی وايي،‌ حنفي مذهب له پېړیو راهیسې افغانستان کې شته او په روانو مذاکراتو کې پر دغه مذهب د دوی ټینګار یوازې تر همدې مذاکراتو محدود دی.

د نوموړی په وينا، که چېرې هوکړه کېږي‌ او په راتلونکي‌ کې پر اساسي قانون خبره کېږي‌ نو هلته بيا د نورو مذاهبو وګړي‌ کولی شي چې پر دې موضوع بحث وکړي.

افغان حکومت او يا هم په دوحه کې د افغان دولت مرکچي پلاوي تر دې دمه د طالبانو دې وروستیو څرګندونو او ادعاو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

خو د افغانستان د سولې په چارو کې ددولت وزارت وياندې ناجيه انوري وايي، ګډو هوکړو ته رسېدل وخت غواړي، خو دوی ګام پر ګام مخته ځي.

بلخوا د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا رييس ډاکتر عبدالله تېر ماښام په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوریت له پلاوي سره د ويډیو کنفرانس له لارې په خبرو کې مرکچي پلاوي له زغم، همغږي او یووالي مننه او قدرداني کړې ده.

ډاکتر عبدالله زیاته کړه: «تاسو د سولې له پیغام سره د لوی ملي ماموریت ترسره کولو لپاره قطر ته تللي یاست او د افغانستان خلک او حکومت په یوه غږ له تاسو ملاتړ کوي.»

په دغو خبرو کې معصوم ستانکزي د حکومت د مذاکراتي پلاوي په استازيتوب د افغانستان د اسلامي جمهوریت له رهبرۍ د سولې د هڅو ملاتړ له امله مننه وکړه او د سولې په خبرو کې د وروستیو پرمختګونو او بدلونونو په تړاو یې معلومات ورکړل.

د ولسمشر سلاکار شاه حسين مرتضوي په ټويټر کې ليکلي چې يواځې د امريکايي ځواکونو د وتلو پر موضوع امريکا او طالبانو ١٨ مياشتې خبرې وکړې، اوس چې د طالبانو او حکومت ترمنځ موضوعات ډېر دي، نو بايد کلونو ته حوصله او صبر وشي.

د سياسي چارو شنونکى شفيق همدم په دوحه کې د بین الافغانی خبرو د نه پيل او ځنډ په اړه وايي چې د دې خبرو لپاره نه افغان حکومت اماده ګي لرله او نه هم طالبانو.

هغه پژواک ته وويل، په دوحه کې روان بهیر یو طبيعي او معمولي حالت نه دی، بلکې د امريکا په فشار رامنځ ته شوې یوه پروسه ده، امریکا هر څومره ژر چې کېږي له دغه بهیره د یوې لاسته راوړنې په توګه ګټه اخیستل غواړي څو په د راتلونکې مياشتې په ولسمشريزو ټاکنو کې ټرمپ ته ګټه ورسېږي.

همدرد وايي: ((موږ پخوا هم دې ته اشاره کړې چې د افغانستان څلوېښت کلن جنګ ډېر ابعاد او ډېرې لوړې ژورې لري، د بېلګې په توګه د ګاونډیو، سیمې او نړۍ د لویو قدرتونو متضادې ګټې، په تېرو شلو کلنو کې په فکري لحاظ رامنځته شوي واټنونه، قومي، مذهبي، سمتي او ژبنۍ ترينګلتياوو او په ټوله کې د قدرت تصاحب هغه څه دي چې حالت يې ټکنی کړی دی.))

د هغه په وينا، که يوې اوږدمهاله سولې او ثبات ته رسېدل غواړي، نو باید اوږد مزل وشي او قوي عزم ولري.

د سياسي چارو بل شنونکی احمد سعيدي هم وايي چې د ١٥ ورځو په تېرېدو سره تر اوسه په قطر کې پر اصولو او مقرراتو او اجنډا هېڅ پرمختګ نه دى شوى.

نوموړي هم د حنفي فقهې، له امريکا سره د تړون بنسټ، جګړه او جهاد اختلافي موضوعاتو ياد کړي دي.

خو هغه زياتوي چې افغان دولت پر اوربند ډېر ټينګار کوي، خو د طالبانو له خوا په لومړي سر کې له دې سره مخالفت کېږي.

سعيدي هيله څرګندوي چې پاکستان ته د ډاکټر عبدالله عبدالله له سفر سره به د سولې پر مذاکراتو مثبته اغېزه وشي او پر طالبانو د پاکستان فشار سره پرمختګونه وشي.

د هغه په وينا، پر طالبانو د پاکستان له اغېزو څخه څوک انکار نه شي کولى خو پاکستان به دغه فشار هم د خپلو ګټو لپاره وکاروي.

سعيدي ټينګار کوي چې په بين الافغاني مذاکراتو کې هغه مهال پرمختګ کېږي چې د يو بل په منلو سره د هېواد ملي ګټې په پام کې ونيول شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan