کابل (پژواک، ٦ تله ٩٩) : د ارمنستان او اذربايجان ترمنځ د ناګورنو قره باغ ناندرييزې سيمې پر سر جګړه پيل شوې چې له امله يې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ارمنستان ددفاع وزارت اعلان کړى چې نن سهار په ځايي وخت اتو بجو داذربايجان هوايي ځواک ددوى پر خاورې هوايي بريدونه کړي او ځمکنيو ځواکونو يې د توپونو ډزې کړې دي.
سرچينې زياته کړې چې ددوى په ځوابي بريدونو کې د اذربايجان دوه چورلکې او درې پيلوټه الوتکې او يو شمېر ټانکونه له منځه وړل شوي.
ددفاع وزارت ويلي چې د اذربايجاني ځواکونو په بريدونو کې يو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا د ارمنستان لومړي وزير نيکول پاشينيان په خپل هېواد کې بېړنۍ حالت اعلان کړى او له ولسه يې غوښتي چې له هېواد څخه ددفاع لپاره راووځي.
په ورته وخت کې د اذربايجان دفاع وزارت بيا ويلي، بريدونه ارمنستان پيل کړي او په ځينو کليو کې يې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
سرچينې زياته کړې چې يوه چورلکه يې ويشتل شوې ده، خو په کې ټول سپاره کسان ژغورل شوي دي.
ارمنستان او اذربايجان چې د پخواني شوروي اتحاد برخه وو، په ١٩٩١ زيږديز کال کې يې خپلواکي ترلاسه کړه او له شوروي جلا شول.
له تېرو څو لسيزو راهيسې دواړه هېوادونه پر ناګورنو قره باغ لانجمنې سيمې باندې حقوقي دعوه لري او ترمنځ يې جنګونه شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن