ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ١٢ پېښې ثبت او درې کسان مړه شوي

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ١٢ پېښې ثبت او درې کسان مړه شوي

author avatar
28 Sep 2020 - 13:49
تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ١٢ پېښې ثبت او درې کسان مړه شوي
author avatar
28 Sep 2020 - 13:49

کابل (پژواک، ٧ تله ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٢ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٩٢٣٩ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د تلې په اوومه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٢٤ شکمنې پېښې ازمايل شوې دي، چې ١٢ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٩٢٣٩ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې، شپږ په هرات، دوه په بلخ او يوه-يوه په کابل، تخار، کندوز او کونړ ولايتونو کې دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې هيڅوک له کرونا ناروغۍ څخه بېرته نه دي ښه شوي.

په افغانستان کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته تر اوسه ٣٢٦٤٢ کسان بېرته له دې ناروغۍ څخه ښه شوي دي.

 د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله درې کسان مړه شوي چې له دغې ناروغۍ څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ١٤٥٦ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.