ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس پاکستان ته ولاړ

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس پاکستان ته ولاړ

author avatar
28 Sep 2020 - 09:40
د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس پاکستان ته ولاړ
author avatar
28 Sep 2020 - 09:40

کابل (پژواک، ۷ تلې ۹۹): د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن سهار د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه د حکومت لوړپوړي پلاوي په ملتیا پاکستان ته سفر وکړ.

د ملي مصالحې عالي شورا له خوا یوه خبرپاڼه خپره شوې چې په کې راغلي، په دغه سفر کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس په افغانستان کې د باعزتې، عادلانه او د تلپاتې سولې لپاره د هڅو په تړاو د پاکستان اسلامي جمهوري دولت له مشرانو سره خبرې کوي.

سرچینه وايي، د ملي مصالحې عالي شوار رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په دغه سفر کې د پاکستان له ولسمشر ډاکتر عارف علوي، لومړي وزیر عمران خان، ولسي جرګې له رییس اسد قیصر، د سنا مجلس له رییس محمد صادق سنجراني، د بهرنیو  چارو وزیر شاه محمود قریشي، لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او د دغه هېواد له نورو مشرانو سره لیدنې کوي.

په یاده خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان ته د ملي مصالحې عالي شورا رییس سفر پر مهال د دې شورا مرستیالان، سلاکاران او د هېواد سیاسي شخصیتونه هم ملتیا کوي.

سرچینې زیاته کړې، د ډاکتر عبدالله عبدالله دغه سفر له یوې لسیزې وروسته لومړی سفر دی.

د ملي مصالحې عالي شورا رییس اسلام اباد ته له سفر مخکې وویل: "اسلام اباد ته د سفر پر مهال د پاکستان له لوړپوړو چارواکو او مشرانو سره د سولې هڅو په اړه خبرې کوم. هیله مند یم چې اسلام اباد ته په سفر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو په ځانګړې ډول د تلپاتې او باعزته سولې په ټینګښت کې د ګډو مرستو نوی څپرکی پرانیستل شي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.