ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له څو ورځني ځنډ وروسته د دولت او طالبانو تماس ډلو ناسته وکړه

له څو ورځني ځنډ وروسته د دولت او طالبانو تماس ډلو ناسته وکړه

author avatar
28 Sep 2020 - 09:36
له څو ورځني ځنډ وروسته د دولت او طالبانو تماس ډلو ناسته وکړه
author avatar
28 Sep 2020 - 09:36

کابل (پژواک، ٧ تله ٩٩): له څو ورځو ځنډ وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو د کاري ډلو ترمنځ ناسته وشوه.

د دولت د مذاکراتي ټېم غړي نادر نادري په ټويټر کې ليکلي چې پرون  د دواړو لورو د اړيکو تماس ډلو ګډه کاري جلسه درلوده.

سرچينې زياته کړې، دغه ناسته چې څو ساعته یې دوام وکړ؛ په کې د اختلافي موضوعاتو پر حل بحث وشو.

د نادري په وينا، دغه بحثونه به دوام ولري.

د طالبانو وياند ډاکتر محمد نعيم هم په ټويټر کې ليکلي چې په دې ناسته کې د کاري اصولو يا طرزالعملونو اړوند موضوعاتو په تړاو بحثونه وشول.

هغه زياته کړه، دا ډول ناستې به دوام ولري څو يو نهايي توافق رامنځته شي او بيا د مذاکراتو د اجنډا په اړه بحثونه پيل شي.

په قطر کې شاوخوا ١٥ ورځې مخکې د طالبانو او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پلاوو ترمنځ د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيستې رسمي غونډه ترسره شوه، خو تر اوسه دواړه لوري پر اجنډا او طرزالعمل کومې موافقې ته نه دي رسېدلي.

له دغو مراسمو دوه ورځې وروسته د دواړو لورو ترمنځ يوه کاري کمېټه جوړه شوه، څو د مخامخ خبرو اترو لپاره پر طرزالعمل او اجنډا باندې موافقه وشي.

خو په تېرو دوو اوونيو کې د دواړو لورو ترمنځ پنځه شپږ ناستې شوې دي، خو پر طرزالعمل او اجنډا کومې موافقې ته نه دي رسېدلي.

سرچينې وايي چې پر درېيو موضوعاتو د دواړو لورو ترمنځ اختلافات رامنځته شوي، طالبان غواړي د تېرو ٢٠ کلونو جګړو ته جهاد ووايي، خو دولتي ټېم ورسره دا نه مني او وايي چې دا جګړه وه، بله اختلافي موضوع پر حنفي فقهې ده.

دغه راز درېيمه اختلافي موضوع دا ده چې طالبان د بين الافغاني مذاکراتو اساس له امريکا سره د طالبانو تړون دى او د هماغه تړون له مخې به کارونه پر مخ وړي.

خو افغان دولت وايي چې هغه جلا تړون دى، دوى به له طالبانو سره خبرې اترې په نوې بڼه کوي او يو بل تړون ته به سره رسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.