ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د څلورو پوليسو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي

هلمند کې د څلورو پوليسو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي

author avatar
28 Sep 2020 - 13:58
هلمند کې د څلورو پوليسو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي
author avatar
28 Sep 2020 - 13:58

لښکرګاه (پژواک، ٧ تله ٩٩): په هلمند کې امنيتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په نادعلي ولسوالۍ د يوه نفوذي کس له لوري يو ملکي وګړى او څلور پوليس وژل شوي دي.

هلمند کې يوې امنيتي سرچينې د تلې په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ په پرچاوې سيمه کې يو نفوذي کس د څلورو پوليسو په ګډون پنځه تنه وژلي دي.

ده وويل: ((څلور يې پوليس دي او يو بل يې يو کارګر و چې پوسته کې يې خټې کولې، ټول وژل شوي دي.))

سرچينه زياتوي چې نفوذي کس د يادو کسانو تر وژلو وروسته د پوستې وسلې او مهمات هم له ځانه سره وړي دي.

دغه راز د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته يواځې پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې پلاوى سيمې ته استول شوى او په اړه يې پلټنې روانې دي.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.