ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې حکومت د ناقانونه ادارو پر رامنځته کولو تورن کړ

ولسي جرګې حکومت د ناقانونه ادارو پر رامنځته کولو تورن کړ

author avatar
28 Sep 2020 - 18:50
ولسي جرګې حکومت د ناقانونه ادارو پر رامنځته کولو تورن کړ
author avatar
28 Sep 2020 - 18:50

کابل (پژواک، ۷ تله ۹۹): ولسي جرګې حکومت د قانون خلاف ادارو پر رامنځته کولو تورن کړ او پرېکړه یې وکړه چې حکومت نه شي کولی د دولت د بنسټیزو تشکیلاتو تر تصویب پورې، ادارې ایجاد کړي او له منځه یې یوسي او دغه جرګه به د خپلواکو ادارو بودجه د دې ستونزې تر هواري منظوره نه کړي.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د دې جرګې یو شمېر غړو د حکومت له لوري د تقنیني فرمانونو په وسیله د قانون خلاف موازي ادارو پر جوړولو نیوکه وکړه او ویې ویل چې ولسمشر د یوه حکم په صادرولو د درېیو امنیتي سکټورونو صلاحیت د ملي امنیت سلاکارۍ ته سپارلی، په داسې حال کې چې دغه اداره قانوني مبنا نه لري.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي منور شاه بهادري وویل: «د ملي امنیت شورا چې قانوني اساس نه لري، په دویم قدرت اوښتې او یوه ځانګړي تشکیل ښودلې چې د بیت المال بودجه حیف و میل کوي.»

د هرات د خلکو بل استازي حمیدالله حنیف دغه راز وویل: «هغه ادارې چې د تقنیني فرمانونو له مخې جوړې شوې، د ملت د بودجې له حیف او میل پرته، کوم اغېز یې نه درلود.»

د دې جرګې بل غړی حبیب الرحمن پدرام وایي: «حمدالله محب چې امنیتي او نظامي تجربه نه لري، ټولې امنیتي چارې یې پر خپله غاړه اخیستې  او د درېیو نظامي  ادارو چارواکي یې بې صلاحیته کړي، د ملي دفاع، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت د عمومي ریاست ټول مسوولیتونه د ولسمشر د فرمان پر اساس د ملي امنیت شورا ته سپارل شوي او د کورنیو چارو وزیر ان د یوه امر د تقرر او د یوه کنډک د قوماندان بدلولو صلاحیت هم نه لري.»

د دې جرګې یو شمېر نورو غړو د ولسمشر د تقنیني فرمان له مخې، د خپلواکو ادارو پر رامنځته کولو په داسې حال نیوکه کړې چې نن د دې جرګې عدلي او قضایي کمېسیون د تقنیني فرمانونو پر اساس د ادارو د رامنځته کولو، تعدیل او لغوه کولو په اړه د دغه کمېسیون څېړنیز راپور دغې جرګې ته وړاندې کړ.

د عدلي او قضایي کمېسیون غړي محمد رحیم علی یار چې د دغه کمېسیون د موندنو راپور یې غونډې ته وړاندې کاوه، وویل چې د افغانستان د حکومت تشکیلات بیاکتنې ته اړتیا لري؛ ځکه اوسني تشکیلات یوه پخواني او فساد را ولاړوونکې طرحه ده او په اړه یې باید بیا تجدید نظر وشي.

د هغه په وینا، دغه کمېسیون موندلي چې له پخوا تر اوسه د تقنیني فرمانونو پر اساس د دولت د وزارتونو، خپلواکو ادارو او خپلواکو ریاستونو په ګډون ۲۰ خپلواکې ادارې رامنځته شوې چې په هېواد کې له نافذه قوانینو سره په ټکر کې دي.

هغه وایي چې د هېواد اساسي قانون له مخې، مرکزي ادارې د وزارتونو اړوندې وي چې باید له ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړي او ځواب ویونکې وي.

علي یار وویل چې دغه کمېسیون په ګډو ناستو کې دې پایلې ته رسېدلی او درې مورده یې وړاندې کړل څو د جرګې غړي یې په اړه پرېکړه وکړي.

د دې جرګې د وړاندیز له مخې، یادې جرګې ته د دولت د اساسي تشکیلاتو د قانون طرحې تر استولو حکومت نه شي کولای د فرمانونو په صادرولو سره اداره رامنځته، لغوه او تعدیل کړي او د یادو ادارو لپاره په راتلونکي کال کې د دغو ادارو د برخلیک تر معلومېدو، بودجه په پام کې نه نیول کېږي.

دغه راز د جرګې دایمي کمېسیونونو د یوې کمېټې جوړولو وړاندیز وکړ چې د جرګې د ټولو دایمي کمېسیونونو غړي په دغې طرحه کار وکړي څو ټولې هغه  ادارې چې د قانون خلاف جوړې شوې، د وزارتونو تر څارنې لاندې راشي او ستونزه یې حل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.