ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د ایران د وارداتي برېښنا یوه پایه الوځول شوې ده

په هرات کې د ایران د وارداتي برېښنا یوه پایه الوځول شوې ده

author avatar
28 Sep 2020 - 16:03
په هرات کې د ایران د وارداتي برېښنا یوه پایه الوځول شوې ده
author avatar
28 Sep 2020 - 16:03

هرات ښار (پژواک، ۷ تله ۹۹): د دولت مخالفو وسله والو د ایران وارداتي برېښنا یوه پایه د هرات د غوریان ولسوالۍ په کلاته کلي کې پر ماین اولوځولې ده.  

د هرات د برېښنا ریاست نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا دوه بجې رامنځته شوې ده.

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې د برېښنا پر اصلي پایې د ماین چاودنې له امله یاده پایه ویجاړه شوې ده.

د خبرپاڼې په وینا، د برېښنا د دې پایې په ویجاړېدو هرات ته د ایران د ۱۳۲ کیلوواټه وارداتي برېښنا د انتقال مزی پرې شوی او اوس مهال د ډېری پېرودونکو برېښنا د ترکمنستان له برېښنا تامینېږي.

دغه ریاست د دولت له مخالفو وسله والو غواړي چې برېښنا رسونه د عام المنفعه پروژو له برخې ده او باید برید پرې ونه شي.

د هرات د برېښنا ریاست مسوولین وایي چې د دې ادارې تخنیکي ټېم یادې ساحې ته استول شوی او یاده پایه ترمیموي.

طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د هرات یو شمېر ښاریانو او د مدني ټولنې فعالانو د دولت د مخالفو وسله والو له خوا د ټولګټو پروژو د په نښه کولو په اړه پر نیوکې سربېره وایي چې د برېښنا د پایو الوځولو له امله ډېری زیان خلکو ته رسېږي.

په هرات کې مدني فعال سید اشرف سادات پژواک ته وویل چې عامه ملکیتونه له سیاسي مسایلو سره هېڅ تړاو نه لري او باید د دولت د مخالفینو له بریدونو خوندي وي.

هغه څرګنده کړه: «عامه ملکیتونه لکه برېښنا، اوبه، سړک او نور له سیاسي مسایلو سره تړاو نه لري او دا ټول د خلکو دي او باید برید پرې ونه شي.»

د هرات اوسېدونکي هم وایي چې د مخالفینو له خوا د عامه بنسټونو ویجاړول د ځان پر وړاندې د خلکو کرکه زیاتوي.

د هرات یوه اوسېدونکي سید ولي پژواک ته وویل: « له بده مرغه له کلونو راهیسې د برېښنا پایې یا سړکونه الوځول کېږي او زه فکر کوم د دولت مخالفین په دغه کار سره د ځان پر وړاندې د خلکو کرکه زیاتوي.»

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.