ښرنه (پژواک، ٧ تله ٩٩): د پکتیکا ولایت په نکې ولسوالۍ کې د پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ یوه مثبت پېښه ثبت شوې ده.
دغه څرګندونې د پکتيکا والي مجیب الرحمن څمکني د پولیو واکسین د درې ورځني کمپاین د پرانيستې په مراسمو کې وکړې.
څمکني زیاته کړه، له تېرو څو میاشتو راهیسې د کرونا ناروغۍ له امله پکتیکا کې د پولیو واکسین کمپاینونه درېدلي وو، چې اوس بېرته پيل شول.
هغه زياته کړه: ((د ګوزڼ ناروغۍ يوه مثبته پېښه د نکې ولسوالۍ په جنت خېلو کلي کې ثبت شوې ده.))
نوموړي پر خلکو غږ وکړ هغه ماشومان چې عمر یې تر پنځه کلنۍ کم وي د پولیو ضد دوه څاڅکي واکسین ورکړي، څو له یادې ناروغۍ څخه وژغورل شي.
څمکني دې برخه کې د علماوو، مشرانو او والدینو همکاري مهمه وبلله چې پرخپلو ماشومانو یاد واکسین تطبيق کړي او ژوند یې وژغوري.
دغه راز د پکتيکا د عامي روغتیا ريیس اسدالله رسولي وویل، دا ځلې ټوله پکتیکا کې د نویو زېږېدلو ماشومانو په ګډون ټولو هغو ماشومانو ته یاد دوه څاڅکي واکسین ورکول کیږي، چې عمر یې تر پنځه کلنۍ څخه کم وي.
رسولي زیاته کړه، یاد کمپاین به درې ورځې ادامه وکړي او هغه ماشومان چې له واکسین کولو څخه پاتې کیږي کولای شي، چې څلورمه ورځ روغتیایي مرکز ته ولاړ شي او واکسین وکړي.
د يادونې ده چې په افغانستان کې د روان کال په اوږدو کې د ګوزڼ له شلو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن