ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اریانا ته د تېلو ورکولو پروژه د درېیو میاشتو په تېرېدو سره لا هم ګټونکي شرکت ته نه ده سپارل شوې

اریانا ته د تېلو ورکولو پروژه د درېیو میاشتو په تېرېدو سره لا هم ګټونکي شرکت ته نه ده سپارل شوې

author avatar
28 Sep 2020 - 15:54
اریانا ته د تېلو ورکولو پروژه د درېیو میاشتو په تېرېدو سره لا هم ګټونکي شرکت ته نه ده سپارل شوې
author avatar
28 Sep 2020 - 15:54

کابل(پژواک، ۷ تله  ۹۹): “افغان ليګو” شرکت چې درې مياشتې وړاندې اريانا افغان هوايي شرکت ته د تېلو ورکولو تړون ګټونکی شوی، وايي چې ياد شرکت ته دغه پروژه نه ده سپارل شوې او پخوانی شرکت له “ځينو چارواکو” سره له خپلو اړيکو په استفادې، لا هم په دې برخه کې فعاليت کوي.

د پژواک خبري اژانس موندنې ددې ښودنه کوي چې د يادې پروژې تړون په داسې حال کې له افغان ليګو شرکت سره لاسليک شوی چې د ملي تدارکاتو اداره دغه شرکت د پروژې له منظورۍ مخکې نامناسب بللی و او اوس ياده پروژه ګټونکي شرکت ته د دسپارلو پرځای تر بيا څېړنې لاندې نيول شوې.

د معلوماتو له مخې، د اريانا افغان هوايي شرکت پروازونه څو څو ځلې د تېلو نه شتون له امله څو ساعته ځنډېدلي او ياد شرکت ته زيانونه اوښتي دي.

د راپور جزئيات:

د ملي تدارکاتو ادارې د معلوماتو له مخې، د شوي تړون پر بنسټ، نېشنل فيول شرکت (National Feel)د ۱۳۹۷ له لومړيو د ۱۳۹۸ پورې “د افغان هوايي شرکت” ته د تېلو ورکولو مسووليت درلود او له همدې امله د هېواد په هوايي ډګرونو کې د ملکي هوانوردۍ ادارې ځينې تاسيسات ياد شرکت ته په کرايه ورکړل شوي وو.

خو د ملي تدارکاتو کمېسيون د دارالانشاء رياست په ليک کې چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې، راغلي چې ياده پروژه (د څلورلاټ لرونکي داخلي هوايي ډګرونو د اريانا افغان شرکت اړتيا وړ د الوتکو ټي سي یو (TC-1) تېلو تدارکاتو او چمتووالي مسووليت افغان ليګو شرکت ته سپارل شوی او دغه پروژه د ۱۳۹۹ کال د غويي میاشتې په ۲۹مه د ملي تدارکاتو کمېسیون له خوا منظور شوې ده.

په ليک کې دغه راز د کمېسيون په حواله راغلي: “د هېواد د تدارکاتو د نافذه قانون د ۵۴مې مادې د احکامو په رڼا کېداوطلب (افغان ليګو) ته چې د ټيټ نرخ وړانديز يې کړی و، دغه پروژه منظور کړې ده.”

په ليک کې دغه راز يادونه شوې چې د يادې پروژې تړون چې د تدارکاتي پړاوونو په اوږدو کې د جمهوري رياست د فرمان له مخې ازادې داوطلبۍ پر بنسټ شوی، د روان کال د چنګاښ په ۱۴مه د قراردادي شرکت(افغان ليګو) او د اريانا افغان هوايي شرکت ترمنځ لاسليک شوی دی.

آريانا افغان هوايي شرکت د ۱۳۹۹ د زمري په ۲۹مه افغان ليګو شرکت ته په يوه ليک کې راغلي چې د کابل، هرات، کندهار او بلخ هوايي ډګرونو کې د تېلو ورکړې کار پيل کړي او اړوند ارګانونه دې د الوتکو تېلو ټانکرونو د ننوتلو په برخه کې اجراات وکړي او د ملکي هوانوردۍ اداره هم د تېلو د وېش لپاره د تاسيساتو رامنځته کولو په برخه کې د تدارکاتو ملي کمېسیون د فيصلې له مخې اقدام وکړي.

دغه رازد حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر عمومي رياست د ۱۳۹۹ کال د وږي په ۱۷مه نېشنل فيول شرکت ته ليکلي چې ټولې موجودې ذخيرې دې افغان ليګو شرکت ته وسپارل شي. په ليک کې د سرحدي پوليسو له قوماندانۍ غوښتل شوي چې نېشنل فيول شرکت ته دې اجازه نه ورکوي چې له يادې ساحې څخه شيان او له ذخيرو څخه تېل وباسي.

له دې سره سره نېشنل فيول شرکت تر اوسه افغان ليګو شرکت ته د يادې پروژې اړوند تاسيسات نه دي سپارلي او د ملکي هوانوردۍ اداره کې يوه سرچينه وايي چې لا هم اريانا افغان الوتکو ته تېل د نېشنل فيول شرکت له خوا ورکول کېږي.

په ملکي هوانوردۍ کې ياده سرچينه چې نه غواړي نوم یې په راپور کې ياد شي، وايي چې نېشنل فيول شرکت د ملکي هوانوردۍ ادارې او د ولسمشر لومړي معاونيت ته په يوه شکايت کې ويلي چېيادشرکت د تېلو ورکړې تاسيساتو کې پانګونه کړې او تر څو چې د شرکت د پانګونې موضوع مشخصه نه شي، اړوند تاسيسات به افغان ليګو شرکت ته تسليم نه کړي.

ياده سرچينه زياتوي: “دغه شرکت(نېشنل فيول) په [تاسيساتو] کې له رنګ پرته بل هېڅ کار نه دی کړی، که پانګونه يې کوله بايد د يوه تړون له مخې شوې وای، له هوانوردۍ سره چې دغه تاسيسات د يادې ادارې اړوند دي، هېڅ قرارداد نه لري او په تاسيساتو کې يې چې هر کار کړی بايد له ځان سره يې يوسي او تاسيسات دې افغان ليګو شرکت ته وسپاري.”

بياځلي څېړنه:

د يادې شرچينې په وينا، د تېلو ورکړې پروژه ځکه تر اوسه ګټونکي شرکت(افغان ليګو) ته نه ده سپارل شوې چې نېشنل فيول شرکت شکايت کړی او د ملي تدارکاتو کمېسيون ويلي چې دغه موضوع دې بيا وڅېړل شي.

د ملي تدارکاتو کمېسيون د چې د ولسمشر تر رياست لاندې فعاليت کوي، د ۱۳۹۹ د زمري ۲۷مې پرېکړه کې د يادې پروژې د تحقق په اړه راغلي: “ټولې موجودې ذخيرې دې نوي قراردادي په واک کې ورکړی شي، د ياد شرکت په اړه ټول مطرح ملاحظات او موندنې دې د څېړنې په موخه د جمهوري رياست مقام د لومړي معاونيت محترم دفتر له خوا په حقوقي چارو کې د جلالتماب جمهور رييس مشاوريت محترم دفتر ته ولېږل شي تر څو له بررسۍ وروسته د جمهوري رياست عالي مقام ته ګزارش ورکړی شي.”

د افغانستان د ملي تدارکاتو ادارې د ستراتیژيکو اړيکو او اطلاع رسونې امر احمد رامين اياز همګټونکي شرکت ته د يادې پروژې نه سپارلو دليل د نېشنل فيول شرکت شکايت چې ګواکې په تاسيساتو کې يې پانګونه کړې او بايد برخليک يې مشخص شي او دغه راز د پروژې بيا ارزونې لپاره د ملي تدارکاتو کمېسيون پرېکړه يادوي.

د نوموړي په وينا، دا په داسې حال کې ده چې ياد تاسيسات د ملي تدارکاتو کمېسيون د۱۳۹۶ کال د وري شلمې نېټې پرېکړې له مخېله (داوي ايل)شرکت څخه چې له نېشنل فيول شرکت وړاندې يې په دې برخه کې فعاليت درلود، نېشنل فيول شرکت ته سپارل شوی او بايد نېشنل فيول شرکت هم دغه تاسيسات افغان ليګو شرکت ته وسپاري.

د هغه په وينا، تر اوسه د جمهوري رياست لومړي معاونيت او په ياده موضوع کې د جمهوري رياست حقوقي مشاوريت او تدارکاتو ملي کمېسيون راپور نه دی وړاندې شوی چې په دې برخه کې اجراات وشي.

احمد رامين اياز په دې اړه چې ياده ستونزه د اريانا افغان شرکت پروازونو ځنډېدو او ياد شرکت ته د زيان اوښتو لامل شوې، وويل: “د اريانا افغان هوايي شرکت اوسمهال کولای شي چې په دې برخه کې د پخواني تعامل سره سماجراآت وکړي او خپل اړتيا وړ تېل د تېر په شان له پخواني شرکت (نېشنل فيول) څخه ترلاسه کړي.”

خو د اريانا افغان هوايي شرکت يوې سرچينې پژواک ته تاييد کړه چې د تېلو نه شتون له امله دوه ځله د ياد شرکت الوتکو پروازونه د څو ساعتونو لپاره ځنډېلي و او ياد شرکت ته زيان اوښتی دی.

يادې سرچينې وويل: “اوسمهال اريانا افغان هوايي شرکت له سترو ستونزو سره مخ دی، فعاليتونه يې اغېزمن شوي او د ياد شرکت حيثيت ته زيان رسېدلی.”

هغه زياته کړه: “آن په لومړيو ورځو کې درې واړو شرکتونو پر اريانا شرکت د تېلو له پلورلو څخه ډه ډه کوله چې دغه ستونزه د حامد کرزي هوايي ډګر د مشر په مداخلې سره حل شوه او تېل په هوايي ډګر کې له نورو شرکتونو څخه په پرچون ډول اخلي او پيسې يې نغدې ورکوي.”

د يادې سرچينې په خبره، ګټونکی شرکت (افغان ليګو) منلې چې د تېلو هغه تفاوت پيسېبه پرې کوي چې هوايي ډګر ته په پرچون پېر کې راځي، له همدې امله يې د اريانا افغان هوايي شرکت په بانکي اکاونټ کې ۱۲۰زره ډالر جمع کړي.

په ورته وخت، د هوايي چلند ادارې يوه سرچينه وايي چې دده د معلوماتو له مخې يوازې د وږي په ۲۰مه د دوو ساعتونو لپاره د اريانا افغان الوتکو پروازونه ځنډېدلي وو او ياد شرکت ته زيان نه دی اوښتی.

له چارواکو سره له اړيکو ګټه اخیستنه:

د افغان ليګو شرکت استازی سيد رومل سادات د چا له نوم اخيستلو پرته وايي: “پخوانی شرکت(نېشنل فيول) له هغو اړيکو په استفادې چې له يو شمېر چارواکو سره يې لري، په دې لټه کې دی چې په مختلفو پلمو سره ددغه تړون[افغان ليګو شرکت] مخه وشي.”

د نوموړي په وينا، سره له دې چې د پروژې د طرزالعمل او شرطنامې له مخې، افغان ليګو شرکت د تړون ګټونکی دیاو لاسليک کړی يې دی، خو اوسه په هوايي ډګرونو کې تاسيسات دغه شرکت ته نه دي سپارل شوي او د هوانوردۍ ملګي ادارې، افغان ليګو شرکت هوايي ډګرنو ته نه دی ور معرفي کړی.

د تاسيساتو تسليمۍ ته نه حاضرېدل:

سادات وايي: “موږ چې کله وليدل چې شرکت او هوانوردي د تاسيساتو تسليمېدو ته نه حاضرېږي، د يوه مکتوب له لارې مو په هوايي ډګرونو کې د نورو ذخيرو د ځای پرځای کېدو غوښتنه وکړه تر څو تېلو ورکړه پيل شي، سره له دې چې دغه موضوع هم د اړوندو اداراتو له خوا تاييد شوې او د سيارو ذخيرو د ځای پرځای کولو لپاره ټول چمتوالی نيول شي، خو په دې برخه کې زموږ سره همکاري ونه شوه.”

د هغه په وينا، افغان ليګو شرکت ان دې ته هم چمتو شو چې د تېر په څېر له هغو ذخيرو د کرايې په بدل کې استفاده وکړي چې پخوا د داوي ايل شرکت له خوا په هوايي ډګرونو کې جوړ شوي او د تېرو څو کلونو په اوږدو کې د قرارداد ګټونکو نورو شرکتونو ترې استفاده کړې، خو دا غوښتنه يې هم ونه منل شوه.

خو د ملکي هوانوردۍ ادارې د هوايي ډګرونو عمومي رياست ته د ۱۳۹۹ کال د زمرۍ اتمې نېټې په مکتوب کې ليکل شوي: “دا چې يادې ادارې ته، شرکت ته د تېلو ورکړې تاسيساتو په اړه ځانړې پرېکړه نه ده شوې او ياد شرکت [افغان ليګو] هم د هېواد په يوه هوايي ډګر کې د تېلو ورکړې تاسيسات نه لري، دغه شرکت دې اريانا افغان هوايي شرکت په پروازونو کې د لنډمهاله ځنډ د مخنيوي په موخه، د خدماتو وړاندې کوونکي شرکت د امنيتي او مصونيتي تضمينونو په شتون کې له لازمو امنيتي چک او تلاشيو او مسوولو امنيتي ارګانونو له تاييد وروسته دې د الوتکو تېلو ټانکرو په وسيله همکاري وکړي.”

د افغانستان د ملي تدارکاتو ادارې د ستراتيژيکو اړيکو او اطلاع رسونې امر، احمد رامين وايي، په تړون کې ځکه تاسيساتو ته اشاره نه ده شوې چې په دې اړه د ملي تدارکاتو کمېسيون پرېکړه شتون لري او د کرايې بيه هم مشخصه ده.

د نېشنل فيول شرکت استازی بشير احمد پژواک خبري اژانس سره د مرکې پرمهال وويل چې نه غواړي په دې اړه خبرې وکړي.

د ملکي هوانوردۍ ادارې وياند محمدنعيم صالحي وايي، هڅې روانې دي چې الوتکو ته د تېل ورکولو او افغان ليګو شرکت ته د تاسيساتو سپارلو موضوع حل شي.

له هغه شرکت سره تړون چې پخوا نامناسب بلل شوی و:

د يادونې ده، له افغان ليګو شرکت سره دغه تړون په داسې حال کې لاسليک شوی چې د ملي تدارکاتو کمېسيون دارالانشاء رياست د تاسيساتو سکتور تدارکاتو د څېړنې امريت او اريانا افغان شرکت ياد تړون مناسب نه دی بللی او هغه يې رد کړی و.

ياد امريت له افغان ليګو شرکت سرهله شوي تړون او تېلو ورکړې پروژې منظورۍ مخکې راپور ورکړی و چې د افغان ليګو شرکت د قيمت په درجه بندۍ کې په لومړي سر کې دی او د داوطلبۍ معياري فورمې يې په بشپړه توګه نه دي ډکې کړې، نو ځکه د ورته تجربې نه تکميل او کلنيو معاملو اندازې له امله رد شوی دی.”

په ياد راپور کې راغلي چې په اريانا افغان هوايي شرکت کې موظف پلاوي ويلي وو چې د وړاندې شوو اسنادو او شمېرو له مخې، نېشنل فيول شرکت ډېره وړتيا لري.

رامين اياز وايي چې که څه هم دغه راپور د يادې ادارې له خوا د ملي تدارکاتو کمېسيون ته ددې پروژې له منظورۍ مخکې وړاندې شوی و، خو کمېسيون لازمه وګڼله چې تړون له افغان ليګو شرکت سره لاسليک شي.

نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې چې ويل کېږي دغه تړون ياد شرکت ته د يوشمېر دولتي چارواکو د فشار له مخې ورکړی شوی، وويل:

دا چې د هېواد د تدارکاتو نافذه قانون له مخې، د ملي تدارکاتو کمېسیون د عامه تدارکاتو په برخه کې تر ټولو لوړه مرجع ده چې ولسمشر، د ولسمشر لومړۍ مرستيال، ماليې، عدليې وزارتونه او جمهوري رياست حقوقي سلاکار يې غړيتوب لري او د تدارکاتو په ملي کمېسيون کې د پرېکړې نيولو طريقه د ملي او نړيوالو ناظرينو په شتون کې په اشتراکي ډول ترسره کېږي، نو ځکه ددغه کمېسيوناو تدارکاتو ملي ادارېد تصميم نيولو په څرنګوالي کې د فشار خبره سمه نه ده.”

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په  مالي مرسته دا پور برابر کړی دی.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.