ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د (ناګورنوقره باغ) په شخړه کې د اذربايجان ملاتړ اعلان کړ

افغانستان د (ناګورنوقره باغ) په شخړه کې د اذربايجان ملاتړ اعلان کړ

author avatar
28 Sep 2020 - 11:35
افغانستان د (ناګورنوقره باغ) په شخړه کې د اذربايجان ملاتړ اعلان کړ
author avatar
28 Sep 2020 - 11:35

کابل (پژواک، ٧ تله ٩٩) : د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د اذربايجان او ارمنستان ترمنځ پر رامنځته شوې نښتې اندېښنه ښودلې، خو په ډاګه کړې يې ده چې د ناګورنو قره باغ سيمه د اذربايجان ملکيت دى.

د ارمنستان او اذربايجان ترمنځ د ناګورنو قره باغ ناندرييزې سيمې پر سر پرون سهار جګړه پيل شوې او تر اوسه ادامه لري، په دې جګړه کې تر اوسه دواړو لوريو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې پر يادې نښتې او شخړې ژوره اندېښنه او خواشيني ښودل شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې د ملګرو ملتونو د قوانينو له مخې، ناګورنو قره باغ  سيمه د اذربايجان اړونده په رسميت پېژندل شوې .

په خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان ددغې سيمې د اشغال خاتمه غواړي او په دې تړاو د اذربايجان د خلکو او حکومت ملاتړ کوي.

دغه راز د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د يادو هېوادونو ترمنځ داوربند او په سوله ييزه توګه د شخړې د هواري غوښتنه کړې ده.

پرون د ارمنستان دفاع وزارت اعلان وکړ چې د سهار په اتو بجو د اذربايجان هوايي ځواک ددوى پر خاورې هوايي بريدونه کړي او ځمکنيو ځواکونو يې د توپونو ډزې کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې ددوى په ځوابي بريدونو کې د اذربايجان دوه چورلکې او درې  بې پيلوټه الوتکې او يو شمېر ټانکونه له منځه وړل شوي.

بلخوا د اذربايجان دفاع وزارت نن ا علان کړى چې د تېرې شپې په جګړه کې ٣٢ ارمنستاني سرتېري وژل شوي دي.

ارمنستان او اذربايجان چې د پخواني شوروي اتحاد برخه وو، په ١٩٩١ زيږديز کال کې يې خپلواکي ترلاسه کړه او له شوروي جلا شول.

له تېرو څو لسيزو راهيسې دواړه هېوادونه پر ناګورنو قره باغ لانجمنې سيمې باندې حقوقي دعوه لري او ترمنځ يې جنګونه شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.