ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تورخم کې د ۲۶ميليونه افغانيو په لګښت د يو ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

تورخم کې د ۲۶ميليونه افغانيو په لګښت د يو ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

author avatar
28 Sep 2020 - 20:32
تورخم کې د ۲۶ميليونه افغانيو په لګښت د يو ښوونځي ودانۍ جوړه شوه
author avatar
28 Sep 2020 - 20:32

جلال اباد (پژواک، ۷ تله ۹۹) : د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې د ۲۶ میليونه افغانيو په لګښت يو ښوونځی جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

مسولين وايي، دا ښوونځی هغو زده کوونکو ته جوړ شوی چې پخوا يې له ډيورنډ کرښې هاخوا پاکستانيو ښوونځيو کې زده کړې کولې.

د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې وويل، د دې ودانۍ جوړېدو سره به تر دې وروسته ملشومان له فرضي کرښې اخوا زده کړو ته نه ځي او په خپل ښوونځي کې به زده کړي کوي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د دې ښوونځي اړوند ټولو ستونزو په حل کې به همکاري وکړي او هیله یې وښوده چې زده کوونکو ته د تاریخ په زده کړې سره د خپلې خاورې د ساتنې روحیه ورکړل شي.

د پوهنې رييس حسيب الله شينواري وويل، چې دغه ښوونځی د ښار جوړونې رياست له لوري د يو کال په موده کې په ۲۶ میلیونه افغانيو لګښت په دوو پوړونو کې جوړ شوی، چې شل خونې، کمپيوټر ليب، لابراتوار، د پاکو اوبو څاه، تشنابونه، ګُدام او نور اړين ملحقات لري.

رييس زياته کړه چې یادې لیسې د ښوونکو تشکیل زیاتوالي،ارتقاع او نورو برخو کې به همکاري وکړي.

قومي مشر مشر ملک اولداد د یاد ښوونځي په جوړیددو خوښي وښوده او زیاته یې کړه تر دې وروسته به اخوا تګ نه کوي او د خپلو ښوونکو له لورې به یې اولادونه زده کړي وکړي.

د یادونې وړده چې د مومندرې فرضي کرښې ته څېرمه جوړ شوي ښوونځي کې د ۲سوه نجونو په ګډون ۵۱۷ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.