ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ ليکوالو او فرهنګيانو د کاپي رايټ قانون پلي کېدو غوښتنه وکړه

د بلخ ليکوالو او فرهنګيانو د کاپي رايټ قانون پلي کېدو غوښتنه وکړه

author avatar
28 Sep 2020 - 16:11
د بلخ ليکوالو او فرهنګيانو د کاپي رايټ قانون پلي کېدو غوښتنه وکړه
author avatar
28 Sep 2020 - 16:11

مزارشريف (پژواک، ۷ تله ۹۹): د بلخ ولايت يو شمېر ليکوالان او فرهنګيان له حکومته د کاپي رايټ قانون پلي کېدو غوښتنه کوي.

دوی وايي، سره له دې چې ياد قانون د اجرا وړ دی، خو بيا هم د مسوولو ادارو له خوا د کاپي رايټ موضوع جدي نه نيول کېږي.

بلخي ليکوالانو دغه څرګندونې د تلې په ۷مه د کتابونو په هغه نندارتون کې وکړې چې د بلخ فرهنګي اوونۍ په وياړ جوړ شوی و.

ليکوال او شاعر عارف بسام پژواک ته وويل، لا هم په هېواد کې زيات شمېر کسان او حتی خپرندويه ټولنې د کاپي رايټ موضوع ته پاملرنه نه کوي.

هغه زياته کړه چې ډېری ليکوالان له همدې اړخه په اندېښنه کې دي او ان د ځينو يې له ليکوالۍ سره علاقه مندي هم کمه شوې ده.

بسام وويل: ((زه خپله څو څو ځلې له همدې مشکل سره مخ شوی وم، په يوه نشريه کې مې ليدلي چې زما ليکنه يې زما له اجازې او نوم پرته خپره کړې او په فېسبوک کې خو هره ورځ زما شعرونه، پرته له دې چې زما نوم ورسره وليکي خپروي، دا غير قانوني عمل دی.))

د بسام په خبره، حکومت بايد هغه قانون په جدي ډول پلی کړي چې د کاپي رايټ برخه کې جوړ شوی او ټولې قانوني پروسې يې طی کړې دي.

ليکوال او شاعر عطامحمد ساهو هم وايي چې د کاپي رايټ قانون نه پلي کېدا د کتابونو د چاپ برخه کې يو لړ ستونزې راپيدا کړې دي.

د هغه په خبره، ځيني کسان چې ځانونه ليکوالان بولي، له بېلابېلو کتابونو مطالب را اخلي او د ماخذونو له يادولو پرته يې په خپل نوم خپروي.

نوموړی وايي، که په دې برخه کې قانون په جدي ډول عملي کېدلای، نو تر ډېره به د کاپي رايټ مخه نيول شوې وای.

ساهو همدا راز د کاپي رايټ قانون په تړاو د عامه پوهاوي د زياتېدو غوښتنه هم کوي.

نوموړی وايي: ((سره له دې چې د کاپي رايټ د مخنيوي لپاره قانون موجود دی، خو لا هم زموږ ډېر شمېر ليکوالان او فرهنګيان په دې تړاو معلومات نه لري، په کار ده چې د دغه قانون په تړاو د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړای شي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.