ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د راتلونکې شنبې په ورځ ټول دولتي ښوونځي پرانستل کیږي

د راتلونکې شنبې په ورځ ټول دولتي ښوونځي پرانستل کیږي

author avatar
28 Sep 2020 - 20:49
د راتلونکې شنبې په ورځ ټول دولتي ښوونځي پرانستل کیږي
author avatar
28 Sep 2020 - 20:49

کابل  (پژواک، ۷ تله ۹۹) : دولسمشر اشرف غني په مشرۍ د کابینې په غونډه کې له راتلونکې شنبې ورځې د ټولو دولتي ښوونځیو د پرانستلو پریکړه وشوه.

له ارګ څخه د تلې په ۷مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په پیل کې کابینې د هیواد پر امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکي وګړو د طالبانو بریدونه د امریکا او طالبانو ډلې ترمنځ د دوحې تړون خلاف وبلل او تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره یې چې د افغانانو غوښتنه ده، پر اوربند ټینګار وکړ.

‎ سرچینې زیاته کړې، د کابینې غړو د سولې مذاکراتو د پیل لپاره د سیمه ییزې او بین المللي اجماع رامنځته کولو په خاطر د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د هڅو مننه وکړه او د دغه بهیر پر دوام یې ټینګار وکړ.

‎ورپسې له مرکزي اسیا سره د همغږۍ په رامنځته کولو د ټینګار ترڅنګ پر ناګورنو قره باغ سیمې د اذربایجان اوارمنستان شخړې ته په اشارې د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې هرکلی وشو.

‎ همداراز د کابینې غړو د ولایتونو متوازن انکشاف، ظرفیت او د پروژو اقتصادي تحلیل ته په کتو د لګښتونو اغېزمنتیا، د عوایدو زیاتوالي او د ودې پر بنسټ د ولایتونو نوې طبقه بندۍ ته په پام د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې پر ترتیب ټینګار وکړ.

‎همدارنګه د امنیتي میثاق تطبیق د څرنګوالي او لاسته راوړنو او په بېلابېلو برخو کې د امنیتي میثاق د تطبیق ساحې ته په پام د جنایي جرمونو د کموالي او دولتي ادارو سره په همغږۍ له ټولنیزو کوچنیو جوړښتونو څخه په استفادې د جنایي جرمونو د تورنو د نوملړ پر برابولو او کورنیو چارو وزارت ته د سپارلو په اړه هم معلومات وړاندې شول.

‎دغه راز کابینې د کرونا ویروس د وضعیت څرنګوالي په اړه د عامې روغتیا وزارت د راپور تائیدولو ترڅنګ دغه وزارت موظف کړ چې په ژمي کې د کرونا ویروس د دویمې احتمالي څپې د خپرېدو علمي تحلیل او د موجود او اړتیا وړ انفلونزا واکسین د مقدار په اړه راپور ترتیب کړي.

‎کابینې د عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو د غوښتنو پر اساس، له راتلونکې شنبې ورځې (۱۲/۷/۱۳۹۹) څخه په مرکز او ولایتونو کې په حضوري ډول د دولتي ښوونځیو د پاتې ټولګیو (له لومړي تر لسم پورې) د پیل غوښتنه هم تصویب کړه.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.