ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نادري : طالبانو سره خبرو کې لا هم اساسي بحث پر اوربند دى

نادري : طالبانو سره خبرو کې لا هم اساسي بحث پر اوربند دى

author avatar
28 Sep 2020 - 15:07
نادري : طالبانو سره خبرو کې لا هم اساسي بحث پر اوربند دى
author avatar
28 Sep 2020 - 15:07

کابل(پژواک،۷ تله۹۹): د افغانستان دولت مرکچي پلاوی وايي، له طالبانو سره په خبرو کې اساسي بحث لا هم اوربند دی چې نن هم د طالبانو له کاري ډلې سره پرې خبرې لري.

دغه څرګندونې د افغانستان د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي او وياند نادر نادري له قطر څخه په يوه ويډيويي خبري کنفرانس کې وکړې.

هغه وويل:"هغه څه چې ډېر مهم دي او موږ لا هم پرې بحث کوو، دوه اساسي موضوعات دي چې له وخته مخکې د بحث مېز ته راوړل شوي او اړتيا ده چې يوه حل ته پرې ورسيږو چې په اړه به يې نن هم ناسته ولرو."

نادري وايي، د افغانستان د ارزښتونو ټولګې او شکل په اړه چې د نن او راتلونکې لپاره هويتي ارزښت لري که دا بحث ژر پای ته ورسيږي ترڅو پر بنسټیزو موضوعاتو باندې چې لومړی باید بحث وشي هغه اوربند دی او د جنګ درېدل دي ځکه د خلکو غوښتنه ده.

هغه زياته کړه، دوی له دې خبر دي چې د افغانستان خلک د خبرو ښې پایلې ته هيله مند دي له همدې امله همکاران یې دغه مسوولیت درکوي او په اړه یې مسوولانه هڅه کوي.

خو د افغانستان دسولې لپاره دامريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څو ورځې مخکې په يوه مرکه کې ويلي چې طالبان له افغان دولت سره تر بشپړ تړون مخکې اوربند ته نه چمتو کېږي.

ددې ترڅنګ طالبانو هم ويلي چې لومړى دوى پر نورو موضوعاتو خبرې کوي، څو اوربند ته لاره هواره شي.

بلخوا په ولسي جرګه کې د خلکو استازي د طالبانو په هغو شرایطو نیوکه کوي چې له امله یې د کړنلارې جوړېدو لپاره خبرې ځنډيږي.

د بدخشان د خلکو استازي ذبیع الله عتیق نن د جرګې عمومي غونډې ته وویل، طالبان داسې شرایط وړاندي کوي چې د پلي کېدو وړ نه دي.

دی وايي:"د طالبانو له خوا د سختو شرایطو وړاندې کول د خبرو ځنډولو په معنا دي ترڅو ډېره اراضي لاسته راوي چې امنیتي ځواکونه یې باید د تحرکاتو مخنیوی وکړي."

ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي غلام حسین ناصري غونډې ته وویل چې طالبان غواړي د خبرو د کړنلارې ترتیبولو پر مهال داسې شرایط وړاندې کوي چې د هغوی پلي کول ناممکن او له اساسي قانون سره په ټکر کې دي.

د هغه په وینا، د داسې شرایط وړاندې کول چې ممکن نه وي؛ هېواد کې د سولې ټینګښت ته د دغې ډلې نه اراده ښيي او باید له داسې شرایطو چې د ملي ګټو خلاف وي، ډډه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.