د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په نړۍ کې له کرونا د مړه شوو کسانو شمېر يو ميليون ته ورسېد

په نړۍ کې له کرونا د مړه شوو کسانو شمېر يو ميليون ته ورسېد

Sep 28, 2020 - 11:43

کابل (پژواک، ٧ تله ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې له کرونا ويروس څخه د مړه شوو کسانو شمېر يو ميليون ته رسېدلی دی.

د کرونا ويروس چې شاوخوا لس مياشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، خو اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى دى.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٣٣ ميليونو کسانو اوښتى دى.

دغې سرچينې زیاته کړې چې تر اوسه څه باندي ٢٤ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي  او تر يو ميليون ډېر کسان له دې ناروغۍ مړه شوي چې د ټولو ناروغانو ٥ سلنه جوړوي.

يادې سرچينې ويلي چې له پاتې ناروغانو ۹۹ سلنه یې د روغتیا په منځني حالت او یو سلنه یې په سخت حال کې دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکايان ځپلي، هلته پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر اووه ميليونه او ٣٢١زره کسانو ته رسېدلی چې د ټولې نړۍ د ناروغانو ۲۵ سلنه جوړوي.

دغه راز په امريکا کې ٢٠٩زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

له امريکا وروسته هندوستان له کرونا ډېر ځپل شوى دى، هلته شپږ ميليونه کسان پرې اخته او  ٩٥زره کسان مړه شوي دي.

برازيل په نړۍ کې درييم هېواد دى چې له کرونا ډير ځپل شوى، هلته په ٤ ميليونه او ٧٣٢زره کسان پر کرونا اخته او ١٤٢زره کسان مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، پيرو، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين، چيلي برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تر اوسه څه باندې ٣٩زره کسان پر کرونا اخته شوي، ٫١٤٥٣ کسان مړه او څه کم ٣٣ زره کسان بېرته روغ شوي دي

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan