ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په ۱۹ دولتي ادارو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ۳۶ سلنه پلی شوى”

“په ۱۹ دولتي ادارو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ۳۶ سلنه پلی شوى”

author avatar
28 Sep 2020 - 18:48
“په ۱۹ دولتي ادارو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ۳۶ سلنه پلی شوى”
author avatar
28 Sep 2020 - 18:48

کابل (پژواک، ۷ تله ۹۹): د افغانستان روڼتيا څار بنسټ موندنې ښيي چې د هېواد په ۱۹ ارزول شويو دولتي ادارو کې په منځنۍ کچه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ۳۶ سلنه پلی شوى دى.

د افغانستان روڼتيا څار بنسټ له خوا اطلاعاتو ته د لاسرسي نړيوالې ورځې په پار جوړه شوې ناسته کې د ۱۳۹۷ کال اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پلي کېدو د ارزونې پايلې اعلان کړې چې په کې ۱۹ دولتي ادارې ارزول شوې دي.

د افغانستان روڼتيا څار بنسټ مشر سيد اکرام افضلي نن په کابل کې په دې تړاو په جوړ شوې ناسته کې وويل چې افغانستان په نړۍ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي تر ټولو غوره قانون لري، خو د پلي کېدو په برخه کې ګڼې ستونزې پرتې دي.

دی وايي: "کوم هېواد چې غواړي بهترين قانون ولري بايد د پلي کېدو لپاره يې اړينې اسانتياوې رامنځته کړي او هغه ابزار بايد شتون ولري چې له مخې د قانون پر وړاندې خنډ او ځنډ لرې کړاى شي."

هغه زیاته کړه، دا ارزونه به په نړیواله کچه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د تر ټولو غوره پلي کېدو په برخه کې د هېواد د اوسني موقعیت روښانه تصویر وړاندې کوي، خو سره له دې هم، دا یو تور تصویر دى؛ ځکه ټولو ارزول شویو ادارو له ۵۰ ٪ ټيټې نومرې ترلاسه کړې دي.

په ياده ارزونه کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د ملکي خدمتونو کمېسیون، د ملي تدارکاتو اداره، مالیې وزارت، کار او ټولنيزو چارو وزارت، لویه څارنوالي، د لوړو زده کړو وزارت، د افغانستان برېښنا شرکت، د کلیو پراختیا وزارت، د کانو او پټروليم وزارت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د عامې روغتیا وزارت، د ترانسپورت وزارت، پوهنې وزارت، بهرنيو چارو وزارت، د جمهوري ریاست د چارو اداره، ستره محکمه، ولسي جرګه او د کورنيو چارو وزارت شامل دي.

له يادو وزارتونو څخه لومړی مقام د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ترلاسه کړى او تر ټولو وروسته ځای بيا د کورنيو چارو وزارت ترلاسه کړى دى.

د ياد بنسټ له خوا درېيو ادراو د کرنې اوبو لګولو وزارت، د اداري اصلاحاتو ملکي خدمتونو کمېسیون او د ملي تدارکاتو ادارې ته چې په دې برخه کې يې سمې کړنې ترسره کړي کلۍ او دريېو نورو ادارو سترې محکمې، ولسي جرګې او د کورنيو چارو وزارت ته قلفونه ورولېږل شول.

افضلي وويل چې د قانون پلي کېدل یو اوږد مهاله بهیر دی چې سیاسي اراده او د دولتي ارګانونو او د مدني ټولنې دوامداره هڅو ته اړتیا لري، تر څو په دې توګه، افغانستان غوندې یو هېواد کې چې په تېرو څو لسیزو کې پرې زورواکو حکومتونو واک چلولی، د حکومتولۍ ډګر کې یو ستر کلتوري بدلون رامنځته شي.

د ده په وينا، امکاناتو ته نه لاسرسي، د اطلاع ورکونې مرجع ته د پوره معلوماتو نه ورکول او يا له مسووليت څخه تېښته، په خودي ډول د اطلاعاتو نه خپرول، اطلاعاتو ته لاسرسي حق پر وړاندې شته ستونزې دي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون مشر عين الدين بهاري وويل چې اطلاعاتو ته لاسرسى د ښې حکومتوالۍ له بنسټيزو کړنو څخه دی چې بايد هر څوک درناوی ورته ولري.

دی زياتوي: "که چېرې اطلاعات ډيجيټلي او پر خپل وخت د عامه وګړو په واک کې ورکړل شي نو د حکومت او خلکو تر منځ اړېکې پياوړې کېږي او په حکومتي چارواکو کې د ځواب ورکونې روحيه لا پياوړې کېږي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.