ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيه قوماندان: کابل کې د جنايي جرمونوکچه ټيټه شوې

امنيه قوماندان: کابل کې د جنايي جرمونوکچه ټيټه شوې

author avatar
29 Sep 2020 - 14:43
امنيه قوماندان: کابل کې د جنايي جرمونوکچه ټيټه شوې
author avatar
29 Sep 2020 - 14:43

کابل (پژواک، ۸ تله ۹۹): د کابل پوليس وايي چې په تېره يوه مياشت کې د ګډو ځواکونو له خوا په ټول ولايت کې ۳۷۹ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور له لسګونه ميله وسلو او نشه يي توکو سره نيول شوي دي.

د کابل امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت نن د تلې په ٨مه، د يوې خبري ناستې پر مهال وويل چې دغه کسان د ترهګريز کړنو، وژنو، وسله والو غلاوو، انسان تښتونې او ګڼ شمېر نورو جرمونو په تور نيول شوي او دوسيې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږل شوې دي.

د هغه په وينا، له يادو کسانو څخه ۷۴ اويا ميله سپکې او درنې وسلې، ۱۸ بېلابېل موټر، ۵۱ کيلوګرامه بيلابېل نشه يي توکي، ۱۱ لېتره الکولي مشروبات، نږدې ۷۷ زره افغانۍ او څه باندې ۴۰ زره امريکايي ډالر نيول شوي دي.

همت زياتوي، له يادو کسانو څخه ۱۱۵ تنه يې د ترهګريز کړنو، ۶۸ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پاتې نور د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي دي.

امنيه قوماندان وايي، د پوليسو د فعاليتونو په پايله کې په کابل کې د جنايي پېښو کچه له پنځو تر اووه سلنې پورې راټيټه شوې او زياتوي چې د جرمونو په کموالي کې د خلکو ونډه ډېره اړينه ده.

همت زياته کړه، افغان ګډو ځواکونو د کابل په سروبي ولسوالۍ کې پوځي عمليات ترسره کړي چې له امله يې د يوه مهم قوماندان په ګډون د وسله والو طالبانو ۳۹ غړي وژلي، ۱۳ ټپيان او درې نور يې ژوندي نيول شوي دي.

دی وايي، په موسهي ولسوالۍ کې هم د پوځي عملياتو پر مهال نهه وسله وال وژل شوي، ۱۱ ټپيان او درې نور ژوندي نيول شوي او دا مهال د شکردرې په ولسوالۍ کې پوځي عمليات دوام لري.

د کابل امنيه قوماندان په داسې حال کې د جنايي جرمونو د کموالي ادعا کوي چې په دې وروستيو کې د ښار په بېلا بېلو سيمه کې په ر ڼا ورځ د وسله والو غلاوو او د ترور پېښې زياتې شوې دي.

د کابل ښار د دارالامان اوسېدونکې فاضله الزامي وايي چې د ښار وضعيت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دى.

نوموړې زياته کړه، له تېرو څو اوونيو راهيسې د دې سيمې اوسېدونکي تر ماښام وروسته د ناامنۍ او غلو د شتون له امله له کوره نه شي وتلای او ددې سيمې اوسېدونکي د شپې له خوا ډېر په وېره کې ژوند کوي.

د کابل ښار د يارلسمې ناحيې اړوند د دشت برچي اوسېدونکې سهیلا رضایي هم ورته نظر لري او زياتوي چې د کابل ښار امنيتي وضعيت د ډاډ وړنه دی او جنايي پېښې ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دي.

هغه زیاتوي، د دوی د سيمې امنيت د منلو وړ نه دی په ځانګړي ډول د شپې له خوا، د دې سيمې اوسېدونکي د ځان له وېرې ډېر تګ راتګ نه کوي او ډېر ځله د شپې له خوا خپل موبايلونه او کمپيوټر له ځانه سره پټ لېږدوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.