ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت لغمان او اروزګان کې ٣٥ طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا وکړه

حکومت لغمان او اروزګان کې ٣٥ طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا وکړه

author avatar
29 Sep 2020 - 16:03
حکومت لغمان او اروزګان کې ٣٥ طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا وکړه
author avatar
29 Sep 2020 - 16:03

جلال اباد، ترينکوټ (پژواک، ٨ تله ۹۹): د ملي اردو چارواکو، په لغمان او اروزګان ولايتونو کې ٣٥ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړى دى.

د چارواکو په وينا، دې بريد کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتى.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو وياند ډګرمن محمد هارون يوسفزي د تلې په ۸مه پژواک اژانس ته وويل، پرون ناوخته افغان هوايي ځواکونو د لغمان د اليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريد کړی دی.

هغه زياته کړه، په دې بريد کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.

د قول اردو وياند وايي، په دې بريد کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

اليشنګ ولسوالۍ کې له تېرو نږدې شل ورځو راهيسې امنيتي وضعيت خراب شوی او وسله والو طالبانو له حکومتي ځواکونو پنځه کيلومتره سيمه کې له شپږو ډېر کلي نيولي دي.

هلته د حکومت او وسله والو د جګړو له امله سلګونه کورنۍ مهترلام ښار او نورو امن سيمو ته کډه شوې دي.

ځايي چارواکي وايي، د عملياتو پلان يې جوړ کړی خو دا چې طالبان د خلکو په کورونو کې پټ شوي نو د ملکي مرګ ژوبلې د اوښتو له وېرې عمليات ځنډېدلي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

بلخوا په اروزګان ولایت کې د ملي اردو یو ویاند وايي، په هوايي بریدونو کې د دولت ۱۸ مخالف وسله‌وال وژل شوي دي.

په دغه ولایت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا ویاند جګړن اقا محمد صافي ويلي، ځینو وسله‌والو غوښتل تېره شپه په ګیزاب او خاص اروزګان ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي، چې هوايي ځواک په نښه کړل.

هغه زیاته کړه، په دې عملياتو کې ١٧ وسله وال وژل شوي او پنځه نور يې ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.