ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد قطر کې د سولې له روانو خبرو ملاتړ اعلان کړ

د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد قطر کې د سولې له روانو خبرو ملاتړ اعلان کړ

author avatar
29 Sep 2020 - 18:03
د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد قطر کې د سولې له روانو خبرو ملاتړ اعلان کړ
author avatar
29 Sep 2020 - 18:03

مزارشريف (پژواک، ۸ تله ۹۹): د جمعه خان همدرد په مشرۍ د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد د يوې سترې غونډې پر مهال د طالبانو او حکومت تر منځ د سولې له روانو خبرو ملاتړ اعلان کړ.

ياده غونډه چې د تلې په ۸مه، د بلخ په مرکز مزار ښار کې جوړه شوې وه، په کې د هېواد يو شمېر سياسي او جهادي اشخاصو، قومي مشرانو او مېرمنو ګډون کړی وو.

د اسلامي حزب د شوراګانو د اتحاد مشر جمعه خان همدرد د غونډې برخوالو ته وويل، چې ياده شورا له قيد او شرط پرته د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې له روانو خبرو څخه بشپړ ملاتړ کوي.

نوموړي همداراز پر حکومت نيوکه وکړه چې د سولې پروسې لپاره د سياسي اجماع جوړېدو برخه کې پاتې راغلی دی.

د همدرد په خبره، د سولې مذاکراتي پلاوي په جوړولو کې هم د قناعت وړ مشورې نه دي شوي.

ده زياته کړه: (( کاشکې حکومت داسې يو مذاکراتي پلاوی ټاکلی وای، چې هم دوی د طالبانو په ژبه پوهېدای او هم طالبان د دوی په ژبه پوه شوي وای؛ خو په هر صورت اوس موږ  ټول د خپل ولس په خاطر د سولې له خبرو ملاتړ کوو)).

نوموړي همدا راز په هېواد کې له سياسي احزابو، اشخاصو او جريانونو څخه وغوښتل چې د هېواد د راتلونکي په خاطر سره يو لاس شي.

همدرد پر حکومت او طالبانو هم غږ وکړ چې د تېرو ترخو تجربو د تکرار مخنيوي په خاطر دې يو بل وزغمي او روانې خبرې دې کاميابه کړي.

هغه همداراز له امنيتي چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې د هېواد په لويو ښارونو کې دې جنايي جرمونه کنټرول کړي.

نوموړي وويل، چې په حزب اسلامي کې د مالي او سياسي شفافيت نشتون او همدا راز ټاکنو نه کولو له امله دوی خپله لاره جلا کړه.

د ولسي جرګې پخواني رييس او د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد د رهبرۍ شورا غړي عبدالرووف ابراهيمي غونډې ته په خپلو خبرو کې د حکومت او طالبانو له مذاکراتي ټيمونو حخه د انعطاف غوښتنه وکړه.

هغه زياته کړه، شاوخوا څلور لسيزې کېږي چې په افغانستان کې جګړه روانه ده او خلک نور له روان حالت څخه ستړي شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.