ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګه: حکومت باید کاپیسا کې پر دوو ښځو د جنسي تېري له قضیې سره جدي چلند وکړي

مشرانو جرګه: حکومت باید کاپیسا کې پر دوو ښځو د جنسي تېري له قضیې سره جدي چلند وکړي

author avatar
29 Sep 2020 - 16:51
مشرانو جرګه: حکومت باید کاپیسا کې پر دوو ښځو د جنسي تېري له قضیې سره جدي چلند وکړي
author avatar
29 Sep 2020 - 16:51

کابل (پژواک، ۸ تله ۹۹): مشرانو جرګې د دوو مېرمنو لپاره چې په کاپیسا ولایت کې پرې ډله ییز جنسي تېری شوی، د عدالت غوښتنې ترڅنګ له حکومته وغوښتل څو له دې قضیې سره د پغمان د قضیې په څېر جدي چلند وکړي.

د راپورونو له مخې څو کسانو د تېرې جمعې په شپه په کاپیسا ولایت کې پر دوو مېرمنو جنسي تېری کړی چې وروسته د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د یادې پېښې په تور د ۷ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د مشرانو جرګې د نن ورځې په ناسته کې د همدې موضوع په اړه خبرې وشوې.

په مشرانو جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازي محی الدین منصف وویل، هغه کسان چې په دې قضیه کې ښکیل دي او په هره کچه چې وي باید د اسلامي شریعت له مخې مجازات شي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار وویل: «د قانون یو شان نه تطبیقول او د معافیت د فرهنګ موجودیت لامل شوی چې دغه ډول پېښې تکرار شي، عدلي او قضایي بنسټونه باید په بې طرفانه ډول دغه قضیه وڅېړي او د حکومت او ملي شورا تر فشار لاندې رانه شي.»

هغه پر دوو مېرمنو جنسي تېری یوه رسوایی وبلله او زیاته یې کړه چې د دې پېښې عاملینو ته باید سخته سزا ورکړل شي څو نورهم ترې عبرت واخلي.

په دغه جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې ګلالۍ اکبري وویل: «دغو څو کسانو چې په دوو مېرمنو یې جنسي تېری کړی، د نر نوم یې بد کړی، هر څومر ژر چې وي باید محاکمه او جزا ورکړل شي.»

هغه وايي، د مشرانو جرګې غړي د دې لپاره چې د دغو ښځو حقونه بېرته ترلاسه شي، مرستې ته چمتو دي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلم یار دغه پېښه وغندله او ويې ویل چې جرګه د دغو مېرمنو د حقونو په ساتلو کې همکارۍ ته چمتو ده او نوموړې جرګه به هيڅکله د هغو کسانو ملاتړ ونه کړي چې د شریعت خلاف عمل کوي او دغه موضوع به تعقیبوي.

نوموړي له عدلي او قضایي بنسټونو او ولسمشر څخه وغوښتل څو د هېواد په هرګوټ کې چې تېری کېږي ورته رسېدنه وکړي او د کاپیسا له قضیې سره دې د پغمان د قضیې په څېر جدي چلند وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پنځو نامسوولو وسله والو د ۱۳۹۳ کال د زمري په ۳۱ مه د قرغې - پغمان پر سړک څلور موټر درولي وو او وروسته له هغه چې سپرلۍ یې پغمان ته له ځان سره وړې وې، پر څلورو ښځو چې په یوه موټر کې وې، جنسي تېری کړی و او د دغې قضیې د اعتراضونو او څېړنو په تعقیب محکمې پنځه کسان په اعدام محکوم کړل او هغوی اعدام شول.

 د مسلمیار په وینا، له دغې قضیې سره جدي چلند به د دې لامل شي چې څوک جرئت ونه کړي چې په راتلونکي په داسې عمل لاس پورې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.