ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې سلګونه مېرمنې د قالين اوبدنې صنعت برخه کې کار کوي

ننګرهار کې سلګونه مېرمنې د قالين اوبدنې صنعت برخه کې کار کوي

author avatar
29 Sep 2020 - 14:41
ننګرهار کې سلګونه مېرمنې د قالين اوبدنې صنعت برخه کې کار کوي
author avatar
29 Sep 2020 - 14:41

جلال اباد (پژواک، ۸ تله ۹۹): ننګرهار کې له کډوالۍ راستنې شوې سلګونه مېرمنې د کور د کارونو ترڅنګ قالين اوبدنه هم کوي چې هره مياشت نږدې لس زره افغانۍ عايد ترلاسه کوي.

مسوولين وايي، ننګرهار کې يې په داسې کورنيو د قالين اوبدنې دستګاوې وېشلي چې له نيمايي ډېر کارګر ښځې دي.

د کليو پراختيا وزارت دا پروژه د کليوالي ښځو د اقتصادي پياوړتيا په نوم ده چې مېرمنې وکولی شي د خپلې کورنۍ نارينه سره د اقتصاد په لوړولو کې ونډه واخلي او د خپلې کورنۍ راتلونکی ښه کړي.

فهيمه يو له هغو مېرمنو ده چې په کوزه پښتونخوا کې يې د کډوالۍ پرمهال د قالينو اوبدل زده کړي، خو وايي، کله چې هېواد ته راستانه شول نو دلته يې نه دستګاه درلوده او نه يې هم د خاوند روزګار جوړ و چې له سختو اقتصادي ستونزو سره يې مخ کړي و.

نوموړې چې اوس د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ کې اوسېږي پژواک ته وويل، وروسته بيا د کليو پراختيا وزارت ورته د قالين اوبدنې دستګاه ورکړه او له يوه شرکت سره يې هم مخ کړل چې اوس هره مياشت نږدې لس زره افغانۍ عايد له همدې لارې ترلاسه کوي.

دا وايي: ((حالات ګډوډ و خو وخت به مو تېراوه، اوس شکر دا قالينې جوړوو ساعت مو ښه تېر دی، زما پيغام ټولو خويندو ته دا دی چې خپلو سړو سره اوږه په اوږه لکه زموږ کار وکړي او له خاوندانو هم غواړم چې غربت نه د خلاصون لپاره مېرمنو ته داسې کارونه برابر کړي، دې کې هيڅ شرم نه دی.))

ليلا هم په خپل کور کې د کليو پراختيا وزارت په همکارۍ د قالين جوړولو دستګاه لري او وايي، له کله راهيسې چې ورته دا زمينه برابره شوې، نو د ژوند له اقتصادي ستونزو خلاصه شوې ده.

هغې پژواک ته وويل، له پنځو کلونو راهيسې قالين اوبدنه کوي، پخوا يې ستونزې ډېرې وې، خو اوس د کور ډېر لګښت د همدې قالينو د جوړولو له درکه پوره کوي.

قالين اوبدونکي که څه هم د خپلو ورځنيو ستونزو د حل لپاره دا کار ګټور بولي خو وايي، که دوی ته خپله د خرڅلاو کورني او بهرني بازارونه برابر شي نو ګټه وټه به يې لا زياته شي.

د بهسودو ولسوالۍ د قالين اوبدونکو د ټولنې استازی شاه زلمی وايي، د دوی قالينې اروپايي او امريکايي بازار لري، خو دوی د دې توان نه لري چې په خپلو امکاناتو قالينې جوړې او دغو بازارونو ته يې ولېږدوي.

هغه زياته کړه: ((موږ ته يو شرکت خام مواد راکوي موږ ورته قالينې جوړوو بيا د متر په سر موږ ته درې زره افغانۍ مزد راکوي، ټوله ګټه هغوی کوي ځکه دا هره قالين په خارجي بازارونو کې سلګونه او حتی زرګونه ډالر قيمت لري.))

مسوولين وايي، ننګرهار کې کابو ۳۰۰۰ کسانو ته دا زمينه برابره شوې چې قالين اوبدنه وکړي او دغه صنعت زده کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.