ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نړيوال بانک له افغانستان سره د ١٠٠ ميليونه ډالرو مرستې اعلان وکړ

نړيوال بانک له افغانستان سره د ١٠٠ ميليونه ډالرو مرستې اعلان وکړ

author avatar
29 Sep 2020 - 12:21
نړيوال بانک له افغانستان سره د ١٠٠ ميليونه ډالرو مرستې اعلان وکړ
author avatar
29 Sep 2020 - 12:21

کابل (پژواک، ٨ تله ٩٩) : نړیوال بانک له افغانستان سره د اقتصادي پياوړتيا په موخه د ١٠٠ ميليونه ډالرو مرستې اعلان کړى دى.

په افغانستان کې د نړيوال بانک مطبوعاتي دفتر له خوا د تلې په ٨مه، پژواک اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د بانک د مدیره پلاوي له خوا په افغانستان کې د مالي سکتور د ثبات او له کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو څخه د ملاتړ لپاره ۱۰۰ میلیون ډالره نوې مالي مرسته په داسې حال کې تصویب شوه چې اوس مهال دغه هېواد د کوويډ-۱۹ ویروس له ناوړه اقتصادي اغېزو څخه راوځي.

سرچينې زياته کړې، دغه وړیا مالي مرسته د نړیوالې پراختیا ادارې له خوا چې د نړۍ له خورا بېوزلو هېوادونو سره د نړیوال بانک د مرستو یوه برخه ده، چمتو شوې او ټاکل شوې چې "د افغانستان د مالي سیستم د پیاوړتیا پروژې" له لارې د افغانستان بانک د ظرفیت لوړونې او د مالي مقرراتو په پلي کېدو کې د دې بانک څارونکی رول پياوړی کول او په دې برخه کې د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې ولګول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دا پروژه به په ځانګړې توګه له افغانستان سره مرسته وکړي، څو د بیمې لپاره د تضمین سیستم، یو شمېر مالي سیستمونه لکه د پورونو او عامه اعتباراتو ثبت، د وثایقو او رهني حقوقو ثبت تقویت کړي او په د افغانستان بانک کې د معلوماټی ټکنالوجی سیستم په یو پرمختللي او مډرن سیستم واړوي.

د سرچينې په وينا، د دې پروژې تطبیق به د افغانستان د مالي‌ نظام ثبات پياوړی کړي‌ او د مالي منځګړیتوب په برخه کې به یو شمېر اسانتیاوې رامنځته کړي.

نړيوال بانک ويلي، دا پروژه به له مالیې وزارت سره مرسته وکړي‌ څو د کوچنیو او منځنیو شرکتونو لپاره یو شمېر اسانتیاوې د پورونو او مالي سرچینو په برخه کې رامنځته کړي او په دې توګه به له هغوی سره تخنیکي مرستې زیاتې شي.

اوسمهال په افغانستان کې له نیمايي زیات کوچیني او منځني تشبثات او سوداګریز کسب او کارونه د کمزوري اقتصادي سیستم، د کوويډ-۱۹ ویروس د خپرېدو له امله د قرنطین د اقدامونو او د کړکېچن امنیتي او سیاسي وضعیت له امله تر فشار لاندې دي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس، هینري‌ کرالي وايي: "په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد د کوویډ-۱۹ ویروس د منفي‌ اغېزو څخه غواړي ځان را اوباسي، د دې هېواد د مالي سکتور پياوړتیا د دغه بهیر په چټکتیا کې مهمه ونډه لوبولى شي. "

د هغه په وينا، دا نوې مالي مرسته به د مالي سکتور د ثبات د ساتنې او تقویت لپاره د افغانستان بانک ظرفیت لوړ کړي او همدارنګه به له مالي بنسټونو او بانکونو څخه ملاتړ وکړي،‌ څو له خصوصي تشبثاتو سره په تېره بیا هغه شمېر شرکتونو ته د پورونو په ورکولو کې مرسته وکړي چې د ښځو له خوا یې مشري او یا چارې پر مخ وړل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.