ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوليسو کابل کې د نظامي جامو لویه زېرمه کشف کړې ده

پوليسو کابل کې د نظامي جامو لویه زېرمه کشف کړې ده

author avatar
29 Sep 2020 - 13:42
پوليسو کابل کې د نظامي جامو لویه زېرمه کشف کړې ده
author avatar
29 Sep 2020 - 13:42

کابل (پژواک، ٨ تله ٩٩) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې د جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو کابل ښار کې د نظامي يونيفورم او البسې ستره زېرمه کشف کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت له خوا د تلې په ٨مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پوليسو د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د نظامي یونیفورم او البسې یوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.

سرچينې زياته کړې چې په یاده زېرمه کې ۶۵ زره جوړې یونیفورم او ۴۵ زره جوړې عسکري بوټونه شامل دي .

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه توکي له تېرو کلونو راهیسې د کابل ښار د نهمې حوزې په اړوند "ډسپېچري" سیمه کې په نهو څلوېښت فوټه کانتینرونو کې ځای پر ځای شوي وو.
د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې د دې قضیې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي، خو د نیولو لپاره یې د پولیسو هڅې روانې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.