د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد قطر کې د سولې له روانو خبرو ملاتړ اعلان کړ

د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد قطر کې د سولې له روانو خبرو ملاتړ اعلان کړ

Sep 29, 2020 - 18:03

مزارشريف (پژواک، ۸ تله ۹۹): د جمعه خان همدرد په مشرۍ د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد د يوې سترې غونډې پر مهال د طالبانو او حکومت تر منځ د سولې له روانو خبرو ملاتړ اعلان کړ.

ياده غونډه چې د تلې په ۸مه، د بلخ په مرکز مزار ښار کې جوړه شوې وه، په کې د هېواد يو شمېر سياسي او جهادي اشخاصو، قومي مشرانو او مېرمنو ګډون کړی وو.

د اسلامي حزب د شوراګانو د اتحاد مشر جمعه خان همدرد د غونډې برخوالو ته وويل، چې ياده شورا له قيد او شرط پرته د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې له روانو خبرو څخه بشپړ ملاتړ کوي.

نوموړي همداراز پر حکومت نيوکه وکړه چې د سولې پروسې لپاره د سياسي اجماع جوړېدو برخه کې پاتې راغلی دی.

د همدرد په خبره، د سولې مذاکراتي پلاوي په جوړولو کې هم د قناعت وړ مشورې نه دي شوي.

ده زياته کړه: (( کاشکې حکومت داسې يو مذاکراتي پلاوی ټاکلی وای، چې هم دوی د طالبانو په ژبه پوهېدای او هم طالبان د دوی په ژبه پوه شوي وای؛ خو په هر صورت اوس موږ  ټول د خپل ولس په خاطر د سولې له خبرو ملاتړ کوو)).

نوموړي همدا راز په هېواد کې له سياسي احزابو، اشخاصو او جريانونو څخه وغوښتل چې د هېواد د راتلونکي په خاطر سره يو لاس شي.

همدرد پر حکومت او طالبانو هم غږ وکړ چې د تېرو ترخو تجربو د تکرار مخنيوي په خاطر دې يو بل وزغمي او روانې خبرې دې کاميابه کړي.

هغه همداراز له امنيتي چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې د هېواد په لويو ښارونو کې دې جنايي جرمونه کنټرول کړي.

نوموړي وويل، چې په حزب اسلامي کې د مالي او سياسي شفافيت نشتون او همدا راز ټاکنو نه کولو له امله دوی خپله لاره جلا کړه.

د ولسي جرګې پخواني رييس او د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد د رهبرۍ شورا غړي عبدالرووف ابراهيمي غونډې ته په خپلو خبرو کې د حکومت او طالبانو له مذاکراتي ټيمونو حخه د انعطاف غوښتنه وکړه.

هغه زياته کړه، شاوخوا څلور لسيزې کېږي چې په افغانستان کې جګړه روانه ده او خلک نور له روان حالت څخه ستړي شوي دي.

ابراهيمي وايي، په جګړه کې هيڅ لوری ګټونکی نه دی او د سولې په ټينګېدو سره به د روانې ورور وژنې مخه ونيول شي.

نوموړي همدا راز په هېواد کې د روانې جګړې د شدت راکمېدو او اوربند غوښتنه هم وکړه.

په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازي او د يادې جرګې منشي اسدالله شهباز غونډې ته وويل چې د افغانستان هر وګړی د دې لېواله دی، چې جګړه پای ته ورسېږي.

د شهباز په خبره، يو شمېر کړۍ د خارجي بادارانو په ملتيا په دې هڅه کې دي، چې روانه جګړه دوام پيدا کړي.

نوموړي زياته کړه چې يواځې افغانان کولی شي چې د يادو کړيو مخه ونيسي او د سولې روانه پروسه کاميابه کړي.

شهباز وايي: (( هره ورځ په هېواد کې د بدمرغه جګړې له امله زموږ د کورنيو غړي وژل کېږي، دا حالت نور له زغمه وتلی دی)).

نوموړي وويل چې خلک سخت انتظار دي؛ څو د قطر له مرکز دوحې څخه ښه خبرونه واوري.

هغه له طالبانو او افغان حکومت څخه وغوښتل چې يوې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره يوه توافق ته سره ورسېږي.

د ولسي جرګې دغه غړي له خارجي هېوادونو څخه هم وغوښتل چې د افغانانو تر منځ له روانو مذاکراتو ملاتړ وکړي او دغه هېواد کې دې له لاسوهنو څخه ډډه وکړي.

د هغه په خبره، د شخصي مسايلو او تربګنۍ وخت تېر شوی او اوس بايد ټول افغانان پر يوه ټغر راټول شي.

جهادي شخصيت استاد محمد زمان مزمل د طالبانو او حکومت تر منځ د خبرو پيل کول نېک زېری بولي.

نوموړي وويل، چې د هېواد له ګوټ کوټ څخه د سولې غوښتنې غږونه راپورته کېږي او د جګړې ښکېل اړخونه بايد مثبت ځواب ورکړي.

هغه زياته کړه چې د ملت د نجات لپاره او د سولې ټينګښت لپاره بايد ټول خلک يو موټی شي.

د ده په وينا، تېرو څو لسيزو جګړو وښودله چې جګړه د حل لاره نه ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan