د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې سلګونه مېرمنې د قالين اوبدنې صنعت برخه کې کار کوي

ننګرهار کې سلګونه مېرمنې د قالين اوبدنې صنعت برخه کې کار کوي

Sep 29, 2020 - 14:41

جلال اباد (پژواک، ۸ تله ۹۹): ننګرهار کې له کډوالۍ راستنې شوې سلګونه مېرمنې د کور د کارونو ترڅنګ قالين اوبدنه هم کوي چې هره مياشت نږدې لس زره افغانۍ عايد ترلاسه کوي.

مسوولين وايي، ننګرهار کې يې په داسې کورنيو د قالين اوبدنې دستګاوې وېشلي چې له نيمايي ډېر کارګر ښځې دي.

د کليو پراختيا وزارت دا پروژه د کليوالي ښځو د اقتصادي پياوړتيا په نوم ده چې مېرمنې وکولی شي د خپلې کورنۍ نارينه سره د اقتصاد په لوړولو کې ونډه واخلي او د خپلې کورنۍ راتلونکی ښه کړي.

فهيمه يو له هغو مېرمنو ده چې په کوزه پښتونخوا کې يې د کډوالۍ پرمهال د قالينو اوبدل زده کړي، خو وايي، کله چې هېواد ته راستانه شول نو دلته يې نه دستګاه درلوده او نه يې هم د خاوند روزګار جوړ و چې له سختو اقتصادي ستونزو سره يې مخ کړي و.

نوموړې چې اوس د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ کې اوسېږي پژواک ته وويل، وروسته بيا د کليو پراختيا وزارت ورته د قالين اوبدنې دستګاه ورکړه او له يوه شرکت سره يې هم مخ کړل چې اوس هره مياشت نږدې لس زره افغانۍ عايد له همدې لارې ترلاسه کوي.

دا وايي: ((حالات ګډوډ و خو وخت به مو تېراوه، اوس شکر دا قالينې جوړوو ساعت مو ښه تېر دی، زما پيغام ټولو خويندو ته دا دی چې خپلو سړو سره اوږه په اوږه لکه زموږ کار وکړي او له خاوندانو هم غواړم چې غربت نه د خلاصون لپاره مېرمنو ته داسې کارونه برابر کړي، دې کې هيڅ شرم نه دی.))

ليلا هم په خپل کور کې د کليو پراختيا وزارت په همکارۍ د قالين جوړولو دستګاه لري او وايي، له کله راهيسې چې ورته دا زمينه برابره شوې، نو د ژوند له اقتصادي ستونزو خلاصه شوې ده.

هغې پژواک ته وويل، له پنځو کلونو راهيسې قالين اوبدنه کوي، پخوا يې ستونزې ډېرې وې، خو اوس د کور ډېر لګښت د همدې قالينو د جوړولو له درکه پوره کوي.

قالين اوبدونکي که څه هم د خپلو ورځنيو ستونزو د حل لپاره دا کار ګټور بولي خو وايي، که دوی ته خپله د خرڅلاو کورني او بهرني بازارونه برابر شي نو ګټه وټه به يې لا زياته شي.

د بهسودو ولسوالۍ د قالين اوبدونکو د ټولنې استازی شاه زلمی وايي، د دوی قالينې اروپايي او امريکايي بازار لري، خو دوی د دې توان نه لري چې په خپلو امکاناتو قالينې جوړې او دغو بازارونو ته يې ولېږدوي.

هغه زياته کړه: ((موږ ته يو شرکت خام مواد راکوي موږ ورته قالينې جوړوو بيا د متر په سر موږ ته درې زره افغانۍ مزد راکوي، ټوله ګټه هغوی کوي ځکه دا هره قالين په خارجي بازارونو کې سلګونه او حتی زرګونه ډالر قيمت لري.))

مسوولين وايي، ننګرهار کې کابو ۳۰۰۰ کسانو ته دا زمينه برابره شوې چې قالين اوبدنه وکړي او دغه صنعت زده کړي.

په ختيځ زون کې د کليو پراختيا وزارت د کليوالي اقتصاد د پياوړتيا پروګرام مسوول محمد خالد ايوبي پژواک اژانس ته وويل، له کډوالۍ راستنو شويو کورنيو ته د مرستې دا پروګرام د ننګرهار ۱۴ ولسواليو کې پيل شوی چې ټولټال ۱۰۰۰ د قالين اوبدنې دستګاه ګانې يې وېشلې دي.

هغه وويل، له دغو دستګاوو ۵۸۱ ښځو ته ورکړل شوي او پاتې ۴۱۹ يې نارينه و سره دي چې په هره دستګاه يو استاد او دوه شاګردان کار کوي چې ټولټال ۳۰۰۰ کسان کېږي.

د ايوبي د معلوماتو له مخې، تراوسه د دغې برنامې له لارې ۴۰۰۰ متره قالينې جوړې شوي چې هرې کورنۍ ته له همدې لارې د مياشتې له لس زرو نيولې تر ۱۲زره افغانيو عايد په لاس ورغلی دی.

هغه وويل، د دې پروګرام موخه دا ده چې کورنۍ په پښو ودرېږي او ترڅنګ يې د قالين اوبدنې صنعت هم وده وکړي.

د کليو پراختيا وزارت د معلوماتو له مخې، د کليوالي اقتصاد د پياوړتيا پروګرام همدا اوس د هېواد په ټولو ولايتونو کې تر کار لاندې دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan