کابل (پژواک، ٨ تله ٩٩) : ولسمشر اشرف غني د چارو ادارې په وړانديز خپل ١٧ سلاکاران له دندو ګوښه او د هغوى تشکيلات يې هم له منځه وړي دي.
يوې حکومتي سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د تلې په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددغو سلاکارانو تشکيلات او دندو د تخصص معيار وارزول شول او بيا يې د چارو ادارې د لغوه کولو وړانديز وکړ.
سرچينې زياته کړه، چې ولسمشر تر يادې ارزونې او د چارو ادارې تر وړانديز وروسته خپل ١٧ سلاکاران له ندو ګوښه او دهغوى تشکيلات يې هم له منځه يوړل.
دغې حکومتي سرچينې وويل چې ددې ترڅنګ د يو شمېر نورو سلاکارانو تشکيلات چې له ٢٠ څخه زيات وو، د هغوى بستونه هم کم کړى شوي دي.
سرچينه وايي چې په دې توګه ٢٢٥ بستونه لغوه شوي چې له امله يې د ملي بوديجې ميليونونه افغانۍ سپما شوې ده.
پژواک اژانس ددغو ١٧ سلاکارانو چې د ولسمشر له خوا ګوښه شوي، نوملړ هم ترلاسه کړى دى.
په دې سلاکارانو کې په نړيوالو چارو کې سلاکار سيد حامد ګيلاني، د سولې په چارو کې سلاکار قطب الدين هلال، په اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کې سلاکار احمد مشاهد، په ولسي چارو کې سلاکار محمد ايوب رفيقي، د طبعي سرچينو په چارو کې سلاکار شېرمحمد جامي زاده، د څېړنو او پراختيا په چارو کې سلاکار شاد محمد څرګند، په سوداګريزو چارو کې سلاکار سيروس علاف ، د لوړو زده کړو په چارو کې سلاکار نجيب الله خواجه عمري او د بنديانو د حقوقو په چارو کې سلاکار خليل الله زمرى شامل دي.
دغه راز په سيمه ييزو او سياسي چارو کې سلاکار عبدالرحمن هوتک، په ټولنيزو چارو کې سلاکار پيغمبرقل دوغن، د ښځو په چارو کې سلاکاره ګلالۍ اڅکزۍ، د ادارو د اصلاح په چارو کې سلاکار، عزيز الله آريافر، په ټولنيزو او فرهنګي چارو کې سلاکار محمد عزيز بختيار، دديموکراسۍ د پياوړتيا په چارو کې سلاکار، ډاکټر ليلى احراري، په ټولنيزو چارو کې سلاکار همايون جرير او په قومي چارو کې سلاکار بسم الله روحاني شامل دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن