د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پاکستان له افغانستان سره د تورخم په ګډون نورې لارې هم پرانيزي

پاکستان له افغانستان سره د تورخم په ګډون نورې لارې هم پرانيزي

Sep 29, 2020 - 11:05

کابل (پژواک، ٨ تله ٩٩) : د پاکستان حکومت د تورخم په ګډون له خيبر پښتونخوا سره د افغانستان ټولې تړلې لارې پرانيزي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان پرون په اسلام اباد کې د ملي روغې جوړې شورا له رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په ليدنه کې دغه خبرې کړې دي.

په دې ليدنه کې د پاکستان د ملي شورا رييس اسد قيصر او ددواړو هېوادونو نورو چارواکو او د ډاکټر عبدالله د سفر د پلاوي غړو ګډون درلود.

صادق خان ويلي، د حکومت کابينه به يې نن هغه طرحه هم تصويب کړي چې ټول افغان مسافر به په اسانۍ سره د سفر وېزې ترلاسه کولى شي.

د پاکستان ځانګړي استازي وويل، سر له نن څخه په افغانستان کې يې سفارت او کونسلګرۍ خپل خدمات پيلوي، په ځانګړي ډول سوداګرو، ناروغانو او زده کونکو ته به د وېزو په ورکړه کې اسانتيا برابروي.

د هغه په وينا، د تورخم په ګډون خيبر پښتونخوا ايالت سره ټولې ګډې لارې به د سه شنبې، چهارشنبې، پنجشنبې او شنبې په ورځو د مسافرينو پر مخ پرانيستل شي .

نوموړي زياته کړې، اړوندو مسوولينو ته دلارو د خلاصولو په تړاو خبرداری ورکړل شوی.

د ملي مصالحې عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانانو لپاره د وېزو په برخه کې د اسانتیاوو برابرول یو ښه زیری یاد کړ، چې دا اسانتیا به د دواړه هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ او  سوداکرۍ په برخه کې د پراختیا لامل شي.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ په فرصتونو، مشکلاتو، په ځانګړي ډول په سوداګرۍ، ترانزیټ او د کلتوري او ټولنیزو اړیکو په پراختیا بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan