ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د “مجاهدینو” او “نجیب” پلویانو ترمنځ د لفظي شخړې له امله د ولسي جرګې غونډه تر سره نه شوه

د “مجاهدینو” او “نجیب” پلویانو ترمنځ د لفظي شخړې له امله د ولسي جرګې غونډه تر سره نه شوه

author avatar
30 Sep 2020 - 18:46
د “مجاهدینو” او “نجیب” پلویانو ترمنځ د لفظي شخړې له امله د ولسي جرګې غونډه تر سره نه شوه
author avatar
30 Sep 2020 - 18:46

کابل (پژواک، ۹ تله ۹۹): د ولسي جرګې نننۍ ناسته د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د وژل کېدو د تلین  نمانځغونډې د مراسمو په اړه په جرګه کې د موافقو او مخالفو غړو ترمنځ د لفظي شخړو له امله ګډه وډه او په اجنډا کې پر شاملو مسایلو له بحث پرته پای ته ورسېده.

ټاکل شوې وه د ډاکتر نجیب د وژل کېدو د ۲۴ تلین مراسم د تلې په پنځمه په کابل ښار کې د لویې جرګې په تالار کې ترسره شي، خو حکومت له هغه وروسته د دغو مراسمو د ترسره کولو مانع شو چې یو شمېر سیاسي ډلو د دغو مراسمو له ترسره کولو سره مخالفت وکړ.

د ډاکتر نجیب پلویانو په داسې حال کې ټینګار کاوه چې دغه مراسم به سبا (پنجشنبې) ترسره کوي چې یو شمېر سیاسي ډلو نن یو ځل بیا خبر ورکړ چې که حکومت د دغو مراسمو مخه ونه نیسي، دوی به په خپله لاس په کار شي او په هغه صورت کې به مسوولیت د حکومت پر غاړه وي.

د ولسي جرګې د نن ورځې په غونډه کې یو شمېر استازو د ډاکټر نجیب د وژل کېدو تلین له نمانځلو سره مخالفت وکړ او یو شمېر نورو ټینګار وکړ چې هيڅوک نه شي کولای د اساسي قانون له مخې، د سوله ییزو غونډو مخه ونیسي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي الله ګل مجاهد وویل چې حکومت باید د نجیب د وژل کېدو تلین مراسمو ترسره کولو ته په اجازه ورکولو سره د یتیمانو، کونډو او معلولینو په زخمونو مالګې ونه دوړوي. 

هغه له امنیتي ځواکونو وغوښتل څو د دغو مراسمو د ترسره کولو مخه ونیسي؛ له دې پرته د دغو مراسمو ترسره کولو ته اجازه ورکول ښایي په هېواد کې د کور په کور دښمنۍ لامل شي.

په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازي انجنیر محمد عالم قرار نجیب کافر او مرتد وباله او ويې ویل چې د هغه د تلین نمانځل د یو ميلیون شهیدانو وینو ته سپکاوی دی چې د هېواد د ازادۍ لپاره یې ځانونه قرباني کړي دي.

هغه زیاته کړه: «که سستي وشي، عواقب به یې د مراسمو د ترسره کوونکو پر غاړه وي، په شلو کلونو کې دغه ډول کار نه دی شوی او اوس هم باید دا ډول مراسم ترسره نه شي.

خو په دغه جرګه کې د لوګر د خلکو استازي شاهپور حسین زوی وویل: «له یوې خوا د سولې خبرې روانې دي او له بلې خوا د تعصب غږ اوچتیږي، زه د یوه مجاهد قوماندان زوی یم؛ خو اوس د دې وخت تېر دی چې موږ پر چا د کفر فتوا صادره کړو، دا وطن د ټولو افغانانو و او دی، ډاکتر نجیب، مجاهین او یا طالبان ټول افغانان وو او دي.»

د هغه په وینا، کوچینۍ خبرې باید په دې وطن کې لویې ونه ښودل شي.

هغه وایي: «ټولو مجاهدینو جهاد کړی دی، خو اوس باید څوک د دې په نوم چې جهاد یې کړی یو ځل بیا وطن خراب خراب نه کړي، په افغانستان کې هيڅوک نه شي کولای ادعا وکړي چې په حقه دی، نو د مجددي د حکومت په دوره کې کومې وینې وې چې ونه بهېدې، د دې مسوولیت د چا پر غاړه دی.

هغه وایي چې د قانون له مخې، ټول د سوله ییزو غونډو ترسره کولو حق لري او په داسې حال کې چې نورو ته فرصت ورکول کېږي باید اجازه ورکړل شي چې د ډاکتر نجیب د مړینې د تلین مراسم هم ترسره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.