ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زلمى خليلزاد يو ځل بيا د قطر او سيمې هېوادونو په سفر روان شوى

زلمى خليلزاد يو ځل بيا د قطر او سيمې هېوادونو په سفر روان شوى

author avatar
30 Sep 2020 - 10:40
زلمى خليلزاد يو ځل بيا د قطر او سيمې هېوادونو په سفر روان شوى
author avatar
30 Sep 2020 - 10:40

کابل (پژواک، ٩ تله ٩٩) : د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د افغان سولې په تړاو يوځل بياد قطر او سيمې هېوادونو پر لوري روان شوى دى.

نوموړى په داسې حال کې قطر ته روان شوى چې هلته د دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو پروسه کې خنډ پيدا شوى او تر اوسه دواړه ډلې پر طرز العمل او اجنډا کومې پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

زلمي خليلزاد تېره شپه په خپل ټويټر کې ليکلي، ددغه سفر پر مهال به د اړوند هېوادونو له مسوولينو سره د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړي.

هغه زياته کړې چې دغه راز به  ددغو ليدنو او سفرونو پر مهال د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پراختيا په اړه هم بحثونه وکړي.

نوموړي ويلي چې نړيواله ټولنه او افغانان د سولې پروسه څاري او پرمختګ ته هيله مند دي.

خليلزاد وايي : (( ټول ددې مذاکراتو په پايله کې يوه سياسي جوړ جاړي او هر  اړخيز اوربند ته په تمه دي.))

په قطر کې شاوخوا ١٥ ورځې مخکې د طالبانو او افغانستان دولت د پلاوو ترمنځ د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيستې رسمي غونډه ترسره شوه، خو تر اوسه دواړه لوري پر اجنډا او طرزالعمل کومې موافقې ته نه دي رسېدلي.

له دغو مراسمو دوه ورځې وروسته د دواړو لورو ترمنځ يوه کاري کمېټه جوړه شوه، څو د مخامخ خبرو اترو لپاره پر طرزالعمل او اجنډا باندې موافقه وشي.

خو په تېرو دوو اوونيو کې د دواړو لورو ترمنځ پنځه يا شپږ ناستې شوې دي، خو پر طرزالعمل او اجنډا کومې موافقې ته نه دي رسېدلي.

سرچينې وايي چې پر درېيو موضوعاتو ددواړو لوريو ترمنځ اختلافات رامنځته شوي دي، طالبان غواړي د تېرو ٢٠ کلونو جګړو ته جهاد ووايي، خو دولتي ټېم ورسره دا نه مني او وايي چې دا جګړه وه، بله اختلافي موضوع پر حنفي فقهې ده.

دغه راز درېيمه اختلافي موضوع داده چې طالبان د بين الافغاني مذاکراتو اساس له امريکا سره د طالبانو تړون بولي او د هماغه تړون له مخې به کارونه پر مخ وړي.

خو افغان دولت وايي چې هغه جلا تړون دى، دوى به له طالبانو سره خبرې اترې په نوې بڼه کوي او يو بل تړون ته به سره رسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.