کابل (پژواک، ۹ تله ۹۹): د کابل پولیس وایي چې د دغه ښار د یوولسمې حوزې اړوند د ماین چاودنې دوه امنیتي کسان ټپیان کړي دي.
د کابل ښار د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، نن سهار شاوخوا اووه بجې او شل دقیقې د یوولسمې حوزې اړوند د خیرخانې مېنې دویمې حصې په جمهوریت څلورلارې کې پر یوه فورډ موټر د مقناطیسې ماین چاودنه شوې ده.
هغه وویل چې په دې چاودنه کې دو نظامي منسوبین ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن