افغانستان او ترکمنستان د اقتصادي همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

کابل (پژواک، ٩ تله ٩٩): د ولسمشر محمد اشرف غني په شتون کې افغانستان او ترکمنستان د اقتصادي همکاریو بېلابېل هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

له ارګ څخه د تلې په ٩مه، پژواک خبرِ اژانس ته په يوه رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کانونو او مخابراتو وزارتونو سرپرستانو، د افغانستان د برېښنا شرکت او د بیات ګروپ رئیسانو په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر، د ټاپي پایپ لاین او چالک شرکتونو رئیسانو سره د اقتصادي همکاریو هوکړه لیکونه او یو تړون نن له غرمې مخکې لاسلیک کړل.

سرچينې زياته کړې، د افغانستان بانک عمومي ریاست سرپرست اجمل احمدي د دغو تفاهم لیکونو او تړون په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال له ولسمشر غني مننه وکړه، چې د ترکمنستان جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف سره په تفاهم یې د دغو لویو پروژو د سندونو د لاسلیک او عملي کېدو ته زمینه برابره کړه.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید میردوف د خپل هېواد د ولسمشر قربانقلي له قوله وويل، ترکمنستان او افغانستان د دوو ښو ګاونډیو او پخوانيو ملګرو په توګه ثابتوي چې د ډيپلوماتیکو مناسباتو ترڅنګ اقتصادي او فرهنګي همکارۍ او اړیکې هم پیاوړې کوي.

میردوف زياته کړه چي د ترکمنستان او افغانستان د ولسمشرانو مذاکرات تل د دوه اړخیزو همکاریو او مشارکت په اړه وي.

د هغه په وينا، هېواد یې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د ټولو هلو ځلو او نوښتونو ملاتړ کوي او هیله ده چې افغانستان ژر تر ژره سولې ته ورسېږي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او ترکمنستان دوه اړخیزو همکاریو ته په اشارې وویل، هېواد یې غواړي چې د دې لویو پروژو له پلي کېدو سره د انرژۍ د تامین ترڅنګ د دواړو هېوادونو خلکو ته یې ګټه ورسېږي او زموږ اقتصادي همکارۍ به د ټولو لپاره اغېزمنې وي.

ولسمشرغني دغو مراسمو ته په وینا کې د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف څخه په مننې وویل، له ده سره په همفکرۍ، همدلۍ او هراړخیزه پاملرنه یې په تېرو پنځو کلونو کې د لاجوردو او ورېښمو نوې لارې احیا او له دې لویو پروژو سره د هلمند وادي تمدن نه یوازې ژوندی کوو، بلکې خپل اوج ته به یې ورسوي.

هغه وويل : (( نن موږ خپل ښه تاریخ لرلو کې ژوندی کوو او د وروستیو کلونو بد تاریخ جبرانوو. ))

هغه زیاته کړه، هرات په لومړي ګام کې د ګازو انرژۍ په یو عمده مرکز بدلېږي. د بیات ګروپ او چالک خصوصي شرکت له حضور څخه مننه او دا د دې څرګندوی دي چې د افغانستان او نړیوال خصوصي شرکتونو یو بل ته لاس ورکړی او ۵۰۰ میګاواټه برېښنا تامینوي.

دی وایِی:((نوري فایبر د یویشتمې پېړۍ زیربنا ده او دا زیربنا زموږ ځوانانو ته هیله ورکوي. په یوویشتمه پېړۍ کې ایجادېدونکي کارونه د نوري فایبر شبکې، اتصال او د عصري ټیکنالوجۍ له سراسري پوهې مه واره ناشوني دي.))

هغه زیاته کړه، د خواف – هرات او تورغونډۍ – هرات د اورګاډي کرښو له رغېدو سره هرات همزمان له دوه ګاونډیو سره وصل شو او ډېر ژر به د اوزبکستان د اورګاډي پټلۍ سره وصل او د تیموري دورې په هرات بدل شي.

ولسمشر وویل، راتلونکی کال په افغانستان کې د ټاپي کار پیلېږي او له امله یې د دغه مسیر ټولو ولایتونو کې ابادي راځي . هغه زیاته کړه، ترکمنستان نه یوازې افغانستان، بلکې خپلو ټولو ته ښه ګاونډی دی او موږ بېرته خپلو لرغونو رېښو ته ورګرځوي.

نظر ورکړئ