د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د "مجاهدینو" او "نجیب" پلویانو ترمنځ د لفظي شخړې له امله د ولسي جرګې غونډه تر سره نه شوه

د "مجاهدینو" او "نجیب" پلویانو ترمنځ د لفظي شخړې له امله د ولسي جرګې غونډه تر سره نه شوه

Sep 30, 2020 - 18:46

کابل (پژواک، ۹ تله ۹۹): د ولسي جرګې نننۍ ناسته د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د وژل کېدو د تلین  نمانځغونډې د مراسمو په اړه په جرګه کې د موافقو او مخالفو غړو ترمنځ د لفظي شخړو له امله ګډه وډه او په اجنډا کې پر شاملو مسایلو له بحث پرته پای ته ورسېده.

ټاکل شوې وه د ډاکتر نجیب د وژل کېدو د ۲۴ تلین مراسم د تلې په پنځمه په کابل ښار کې د لویې جرګې په تالار کې ترسره شي، خو حکومت له هغه وروسته د دغو مراسمو د ترسره کولو مانع شو چې یو شمېر سیاسي ډلو د دغو مراسمو له ترسره کولو سره مخالفت وکړ.

د ډاکتر نجیب پلویانو په داسې حال کې ټینګار کاوه چې دغه مراسم به سبا (پنجشنبې) ترسره کوي چې یو شمېر سیاسي ډلو نن یو ځل بیا خبر ورکړ چې که حکومت د دغو مراسمو مخه ونه نیسي، دوی به په خپله لاس په کار شي او په هغه صورت کې به مسوولیت د حکومت پر غاړه وي.

د ولسي جرګې د نن ورځې په غونډه کې یو شمېر استازو د ډاکټر نجیب د وژل کېدو تلین له نمانځلو سره مخالفت وکړ او یو شمېر نورو ټینګار وکړ چې هيڅوک نه شي کولای د اساسي قانون له مخې، د سوله ییزو غونډو مخه ونیسي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي الله ګل مجاهد وویل چې حکومت باید د نجیب د وژل کېدو تلین مراسمو ترسره کولو ته په اجازه ورکولو سره د یتیمانو، کونډو او معلولینو په زخمونو مالګې ونه دوړوي. 

هغه له امنیتي ځواکونو وغوښتل څو د دغو مراسمو د ترسره کولو مخه ونیسي؛ له دې پرته د دغو مراسمو ترسره کولو ته اجازه ورکول ښایي په هېواد کې د کور په کور دښمنۍ لامل شي.

په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازي انجنیر محمد عالم قرار نجیب کافر او مرتد وباله او ويې ویل چې د هغه د تلین نمانځل د یو ميلیون شهیدانو وینو ته سپکاوی دی چې د هېواد د ازادۍ لپاره یې ځانونه قرباني کړي دي.

هغه زیاته کړه: «که سستي وشي، عواقب به یې د مراسمو د ترسره کوونکو پر غاړه وي، په شلو کلونو کې دغه ډول کار نه دی شوی او اوس هم باید دا ډول مراسم ترسره نه شي.

خو په دغه جرګه کې د لوګر د خلکو استازي شاهپور حسین زوی وویل: «له یوې خوا د سولې خبرې روانې دي او له بلې خوا د تعصب غږ اوچتیږي، زه د یوه مجاهد قوماندان زوی یم؛ خو اوس د دې وخت تېر دی چې موږ پر چا د کفر فتوا صادره کړو، دا وطن د ټولو افغانانو و او دی، ډاکتر نجیب، مجاهین او یا طالبان ټول افغانان وو او دي.»

د هغه په وینا، کوچینۍ خبرې باید په دې وطن کې لویې ونه ښودل شي.

هغه وایي: «ټولو مجاهدینو جهاد کړی دی، خو اوس باید څوک د دې په نوم چې جهاد یې کړی یو ځل بیا وطن خراب خراب نه کړي، په افغانستان کې هيڅوک نه شي کولای ادعا وکړي چې په حقه دی، نو د مجددي د حکومت په دوره کې کومې وینې وې چې ونه بهېدې، د دې مسوولیت د چا پر غاړه دی.

هغه وایي چې د قانون له مخې، ټول د سوله ییزو غونډو ترسره کولو حق لري او په داسې حال کې چې نورو ته فرصت ورکول کېږي باید اجازه ورکړل شي چې د ډاکتر نجیب د مړینې د تلین مراسم هم ترسره شي.

په دغه جرګه کې د فراه د خلکو استازې بلقیس روشن وویل: «هغو کسانو چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې یې په افغانستان کې په مختلفو ډولونو معامله او خیانت کړی دی، د افغانستان خلک هغه هيڅ وخت نه بښي او دلته هيڅ رهبر وجود نه لري چې یوه معامله یې نه وي کړې، د ۱۳۵۷ د غویي له کودتا تر نن پورې چې په دوحه کې وطن پلورنه روانه ده.»

هغه وایي چې اوس د دې وخت را رسېدلی چې د افغانستان خلک متحد شي او نور په وېشلو باور ونه لري.

په دغې جرګه کې د هلمند د خلکو استازي شېر محمد اخند زاده وویل: «موږ نه پوهېږو چې ولې سږ کال له ۲۳ کلونو وروسته د نجیب د مړیني د تلین مراسم ونیول شول، باید خلک متوجه وي چې اختلافات او دغې موضوع ته لمن وهل د دښمن په ژرنده د اوبو ورخوشې کول نه وي.

د خوست د خلکو استازي عبدالغفار خاورین وویل: «د قانون له مخې، د غونډو ترسره کول د هر افغان حق دی؛ خو دا چې یو ځل د ترسره کولو اجازه ورکول کیږي او بل ځل د هغه ممانعت کوي، د خلکو له احساساتو سره لوبه ده او د دغه وضعیت دوام د خلکو د مرګ په بیه تمامېدای شي.»

هغه له حکومته وغوښتل څو له ټولو خلکو سره یو ډول چلند ولري او اجازه ورنه کړي چې د دغه او هغه تر نامه لاندې بل ځل د خلکو تر منځ نښته رامنځته شي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل، د اساسي قانون د ۳۶ مادې پر اساس د جایزو او سوله ییزو موخو لپاره بې د وسلې ګرځولو غونډې او لاریونونه مجاز دي، خو که لاریونونه ورورګلوۍ او ملي یووالى پیاوړي نه کړي، بلکې اختلافات او د شخړو ډېرولو سبب شي، ښه ده ترسره نه شي.

د ولسي جرګې د رییس له دغو خبرو وروسته د دغې جرګې یو شمېر غړو پرېکړه وکړه، هغه اعلامیه چې دوی د ډاکټر نجیب د تلین نمانځلو د مخالفت په اړه چمتو کړې وه ولولي، خو د جرګې رییس د لوستلو اجازه ورنه کړه.

رحماني وویل: «جهاد او مقاومت د افغانستان د خلکو له ویاړنو څخه دي او پاک دي، خو له بده مرغه ځیني د جنایتونو مرتکب هم شول او جنایتکاران هم معلوم دي.»

خو په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي او د ډاکتر نجیب د وژل کېدو د تلين د ترسره کولو مخالف قاضي نذیر احمد حنفي وویل: «له هېواده د روسانو اېستل په هيڅ ډول جنایت نه دی.»

هغه وويل، که یې د سر په بیه هم تمام شي اجازه نه ورکوي چې د نجیب تلین ونمانځل شي.

خو رحماني حنفي ته په ځواب کې وویل: «۶۰ زره کابلیان چې پر کابل د مجاهدینو له تسلط وروسته ووژل شول، هغوی چا ووژل؟ دا جنایت نه دی څه شی دي؟. کابل چا ویجاړ کړ، موږ باید جزيیاتو ته لاړ نه شو.»

په پای کې د جرګې د نن ورځې په ناسته کې هرج او مرج رامنځته شو او د نجیب د وژل کېدو د تلین مراسمو د ترسره کولو مخالفین د جرګې د رییس خواته ورغلل او رحماني په داسې حال کې ناسته پای ته رسېدلې اعلان کړه چې د نن ورځې د اجنډا په اړه بحث نه و شوی.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan