ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځوانانو عالي شورا جوړېدو لپاره د ۲۰۰۰ ځوانانو په ګډون غونډه جوړه شوه

د ځوانانو عالي شورا جوړېدو لپاره د ۲۰۰۰ ځوانانو په ګډون غونډه جوړه شوه

author avatar
30 Sep 2020 - 16:38
د ځوانانو عالي شورا جوړېدو لپاره د ۲۰۰۰ ځوانانو په ګډون غونډه جوړه شوه
author avatar
30 Sep 2020 - 16:38

کابل (پژواک، ۹ تله ۹۹): نن په کابل کې شاوخوا دوه زره ځوانان د لویې جرګې په خېمه کې راټول شوي، څو د ځوانانو عالي شورا د جوړېدو لپاره تګلاره جوړه کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ شوراګانو د انسجام چارو مشر شاهپور ژمن وویل، د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې ټاکل شوې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د ځوانانو استازو په ګډون د ځوانانو عالي شورا جوړه شي څو له ځوان قشر څخه ښه او سالمه ګټه واخيستل شي.

دی زياتوي: "له بده مرغه په تېرو ۴۰ کلونو کې ځوانان د جګړې سون توکي وو، ورسره يې خپل هېواد هم ساتلی او پوره مېړانه يې ښودلې، خو د دې وخت را رسېدلی چې ځوانان باید د حکومت په ټولو چارو او سترو تصميم نيونو کې ونډه ولري."

هغه زياته کړه، دا چې د هېواد له اتو زونونو د نجونو په ګډون شاوخوا ۲۰۰۰ ځوانان راټول شوي، موخه يې دا ده چې د ځوانانو عالي شورا لپاره پياوړې تګلاره جوړه کړي او هغه لارې چارې برابرې کړي چې له مخې یې وړ ځوانان وکولای شي يادې شورا ته لار پيدا کړي.

د نوښت په چارو کې د ولسمشر سلاکار سميع حامد په نننۍ ناسته کې وويل چې د افغانستان د نفوس ډېره برخه ځوانان دي، نو بايد په ټولو چارو کې ځوانانو ته کافي او پر ځای ونډه ورکړل شي، څو د هېواد په جوړولو کې له ځوان او پياوړي ځواک څخه پوره ګټه واخيستل شي.

هغه زياتوي: "ّځيني وايي چې ځوان راتلونکی نسل دی، نه، ځوان د همدې شېبې پیاوړی نسل او ځواک دی چې بايد ګټه ورنه واخيستل شي؛ نو په همدې موخه د ځوانانو عالي شورا جوړېږي څو د ځوانانو شته ستونزو ته پر ځای رسېدنه وشي او د رهبرۍ تر کچې ځوانانو ته د کار او فعاليت ونډه ورکړل شي."

غونډې ته راغلي ځوانان هم خوښ وو چې د ځوانانو لپاره هم منظم ادرس پيدا کېږي او ځوانان کولای شي خپلې ستونزې د دې شورا له لارې تر چارواکو ورسوي او د خپل حق غوښتنه وکړي.

له کابله يادې ناستې راغلې پېغلې لېمې انوري وويل چې افغانستان په تېرو څو کلونو کې له نړيوالو کنوانیسيونونو چې د حکومتولۍ او سولې په چارو کې د ښځو او ځوانانو پر ونډې ټينګار کوي، ملاتړ کړی.

هغې زياته کړه: "موږ بايد له ملي او نړيوالو قوانينو ځانونه خبر کړو، تر څو له مفاداتو يې ګټه واخلو او خپله پياوړې وسله چې زموږ لوړې زده کړې دي په ښه ډول وکاروو او په پوره ځواک له خپلو حقونو دفاع وکړو."

هغې هیله څرګنده کړه چې ډېر ژر به په افغانستان کې د ځوانانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د ځوانانو عالي شورا جوړه شي.

د بغلان له ولايته راغلي ځوان رامين شفيع زاده وويل چې د نورو ځوانانو ترڅنګ ده هم په ياده ناسته کې د دې لپاره ګډون کړی، څو د ځوانانو د ښې راتلونکې او د حکومت په ټولو برخو کې د ځوانانو د ونډې لپاره اړينه تګلاره جوړه شي او ځوانانو ته لاره هواره شي چې په ښه ډول د خپلو ستونزو لپاره حل لارې ولټوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.