د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ډېر ژر به د ننګرهار له هوايي ډګر څخه ملکي الوتنې پيل شي

ډېر ژر به د ننګرهار له هوايي ډګر څخه ملکي الوتنې پيل شي

Sep 30, 2020 - 17:29

جلال اباد (پژواک، ٩ تله ٩٩) :د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د ننګرهار هوايي ډګر د ملي اردو له خوا دوى ته وسپارل شو او ډېر ژر به ترې ملکي الوتنې پيل شي.

د ننګرهار ولايت مقام له خوا د تلې په ٩مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مرستيال والي تميم عارف مومند د ملکي هوايي چلند ادارې د هوايي ډګرونو له سرپرست رييس بشير احمد رووفي سره وليدل.

سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کې رووفي ويل چې د دغه ولايت هوايي ډګر له ملي اردو څخه دوی ته سپارل شوى او ډېر ژر به ترې ملکي الوتنې پيل شي.

د ولايت مرستيال تميم عارف مومند له راغلي پلاوي څخه مننه وکړه چې د دوی د پرله پسې غوښتنو په ترڅ کې د دغه ولايت هوايي ډګر د ملکي الوتنو په موخه تنظيموي.

نوموړي زياته کړه، په دغه ولايت کې ملکي پروازونو ته ډېره اړتيا ده او غوښتنه يې وکړه چې هوايي ډګر ژر ملکي الوتنو ته برابر شي.

هغه همدا راز يادو مسوولينو ته د هوايي ډګر په تنظيم، الوتنو او نورو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ټاکل شوې چې نن دفاع وزارت هوايي چلند ادارې ته د ننګرهار هوايي ډګر ور وسپاري، چې د تخنيکي ټيم  له ارزونې او تنظيم وروسته به ترې ډېر ژر ملکي پروزاونه پيل شي.

د يادونې ده چې بهرنيو ځواکونو لا دمخه د ننګرهار هوايي ډګر دفاع وزارت ته په بشپړ ډول سپارلی دی.

د يادې ليدنې پر مهال د ننګرهار ملکي هوايي چلند ادارې رييس رحمت الله شجاع او له مرکز څخه راغلي پلاوي او د بېلابېلو ادارو مسوولينو شتون درلود.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan