ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا له افغانستان سره د سلو وېنټلاټورونو مرسته وکړه

امریکا له افغانستان سره د سلو وېنټلاټورونو مرسته وکړه

author avatar
1 Oct 2020 - 18:37
امریکا له افغانستان سره د سلو وېنټلاټورونو مرسته وکړه
author avatar
1 Oct 2020 - 18:37

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۹۹): په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر، د امريکا له لوري سل مرسته شوي وېنټلاټورونه نن د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل.

دغه ماشینونه په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو د سفیر روس وېلسون له خوا د عامې روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني ته وسپارل شول.

د متحده ایالاتو سفیر د دغې مرستې موخه په افغانستان کې له کرونا ویروس سره مبارزه وښوده او ويې ویل چې ماشینونه د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وړاندیز له افغانستان سره مرسته شوي دي.

هغه زیاته کړه چې دغه ماشینونه به هغو ولایتي روغتونونو ته ورکول کېږي چې د کرونا ویروس له امله یې ډېر زیان لیدلی وي.

نوموړي په افغانستان کې د امریکا د مرستو دوام ته اشاره او ټینګار یې وکړ چې هېواد یې ژمن دی څو د کرونا ویروس د ناروغانو د تشخیص په ډېروالي، کنټرول او درملنه کې د افغانستان د روغتیایې سکتور سره مرسته وکړي.

وروسته بیا د عامې روغتیا وزارت سرپرست او نوماند احمد جواد عثماني د افغانستان د خلکو او دولت په استازیتوب د متحدو ایالاتو له مرستو مننه وکړه او دغه ماشینونه یې د کووې‌ډ - ۱۹ ناروغانو په درملنه کې یوه له مهمو اړتیاوو وبلله.

هغه د امریکا متحد ایالات د افغانستان د روغتیایي سکتور یو له مهمو همکارانو وباله او ويې ویل چې دغه هېواد له شلو کلونو راهیسې د افغانستان له روغتیایي سکتور سره د مختلفو پروژو له لارې مرسته کړې ده.

هغه زیاته کړه چې امریکا د سلو وېنټلاټورونو له مرستې سربېره، یو شمېر روغتیایی کارکوونکي د دغو ماشینونو د کارولو او ساتلو څرنګوالي په برخه کې روزي.

عثماني په افغانستان کې د کرونا ویروس د دویمې څپې د مخنیوي لپاره د وزارت اقداماتو ته اشاره وکړه او ويې ویل چې د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د دویمې څپې د مخنیوي لپاره د ټولو ولایتونو په روغتیايي مرکزونو کې جدي چمتوالی نیولی دی.

 بلخوا، د ولسمشرۍ د عالي مقام د دفتر رییس شاکر کارګر د متحدو ایالاتو له مرستو مننه وکړه او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې دغه ماشینونه به په عادلانه توګه اړمنو ولایتونو ته ووېشي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس له پیله تراوسه پر دغې ناروغۍ ۳۹۲۸۵ کسان اخته، ۳۲۸۴۲ یې بېرته روغ او ۱۴۵۸ هغه یې مړه شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.