ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اکبراغا: امريکا بين الافغاني مذاکراتو کې لاسوهنه کوي

اکبراغا: امريکا بين الافغاني مذاکراتو کې لاسوهنه کوي

author avatar
1 Oct 2020 - 15:40
اکبراغا: امريکا بين الافغاني مذاکراتو کې لاسوهنه کوي
author avatar
1 Oct 2020 - 15:40

مزارشريف ( پژواک، ۱۰ تله  ۹۹) د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سيد اکبر اغا وايي چې امريکايان د سولې بين الافغاني خبرو په بهير کې لاسوهنه کوي.

نوموړي د تلې په ۱۰مه، مزارشريف ښار کې د سولې ولسي مجموعې په نوم جوړې شوې غونډه کې وويل چې د سولې مذاکراتي ټيمونه بايد خپل کارونه ګړندي کړي.

د خلاصون لارې شورا مشر زياته کړه، چې مذاکراتي ټيمونه بايد د سولې رامنځته شوی فرصت ضايع نه کړي او خپلو خبرو ته دې سرعت ورکړي.

د هغه په خبره، امريکايان د سولې بين الافغاني خبرو په بهير کې لاسوهنه کوي او غواړي، چې د مذاکراتي پلاوو باور ته زيان واړوي.

سيد اکبر اغا زياته کړه: (( زموږ خلک بايد په دې پوه شي، چې امريکايان د سولې پروسې کاميابي نه غواړي، له طالب سره يې تړون وکړ، چې لس ورځو کې به بنديان درخوشې کوو؛ خو دلته يې حکومت ته وويل چې مه يې خوشې کوه، چې له همدې امله لس ورځنۍ پروسه شپږ مياشتې وغځېدله)).

د هغه په وينا، امريکايان په دې لټه کې دي، چې مذاکراتي ټيمونه بې باوره کړي او دنياوالو ته وښيي، چې افغانان سوله نه بلکې جګړه غواړي.

اکبراغا همدا راز له مذاکرتي ټيمونو څخه غوښتنه وکړه، چې خپلې خبرې دې چټکې کړي او ژر دې موافقې ته سره ورسېږي.

د خلاصون لارې شورا مشر وايي، چې ياده شورا غواړي، څو د هېواد په ټولو زونونو کې د غونډو په جوړلو سره خلک د سولې غوښتنې لپاره منسجم کړي.

هغه زياته کړه، د يوې داسې مجموعې پر جوړولو لګيا دی، چې د سولې له روانې پروسې څخه د ملت په استازيتوب نظارت وکړي.

اکبر اغا وويل: (( موږ به يوه مجموعه جوړوو، هم به حکومت ته ورځو او هم به طالبانو ته. هر چا چې د سولې په پروسه کې غلطي کوله ورته وايو به چې ته په غلطه يې، د دې پروسې نظارت به کوو)).

نوموړي له ديني علماوو او قومي متنفذينو څخه وغوښتل، چې سره يو موټی شي.

ديني عالم مولوي محسن دانش په خپلو خبرو کې له ټولو ډلو ټپلو او اړخونو څخه وغوښتل، چې اختلافي مسايلو ته دې لمن نه وهي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.