ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د امنیت د امر په ګډون ۸ تنه ټپیان شوي او یو تن وژل شوی دی

بغلان کې د امنیت د امر په ګډون ۸ تنه ټپیان شوي او یو تن وژل شوی دی

author avatar
1 Oct 2020 - 18:24
بغلان کې د امنیت د امر په ګډون ۸ تنه ټپیان شوي او یو تن وژل شوی دی
author avatar
1 Oct 2020 - 18:24

پلخمري (پژواک، ۱۰ تله ۹۹): نن د بغلان ولایت په مرکز کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې د دغه ولایت د امنیت امر، د هغه څلور ساتونکي او درې ملکي وکړي ټپیان شوي او د امنیت د امر یو ساتونکی وژل شوی دی. 

یوې باوري دولتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې خپور شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د بغلان ولایت د امنیت امر سمونمل قاري ورا اندرابي نن له غرمې وروسته د دغه ولایت د مرکز اړوند په ډنډغوري سیمه کې له طالبانو سره په جګړه کې سخت ټپی شو. هغه وویل چې په دغه نښته کې د اندرابي څلور ساتونکي هم ټپیان شوي دي.

خو د بغلان د ملکي روغتون یو ډاکټر چې هغه هم نه غواړي نوم یې څرګند شي، وایي چې له یادې نښتې د اندرابي په ګډون اووه ټپیان او د یوه امنیتی کس مړی دغه روغتون ته وروړل شوي دي.

د ده په وینا، په ټپیانو کې د یوې مېرمنې په ګډون درې ملکي وګړي شامل دي او نور امنیتي کسان دي. 

هغه وایي چې وژل شوی تن د امنیت د امر ساتونکی دی. 

د کابل – شمال لویه لارې له ډنډغوري سیمې تیریږي او په دې وروستیو کې د دغې لارې امنیت هم تر پخوا ډېر خراب شوی دی. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.